Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

سرور دانش:په اوسنیو شرایطو کې په هېواد کې کودتا شونې نه ده

د ولسمشر دویم مرستیال محمد سرور دانش په هېواد کې د لنډمهاله حکومت او په بیړه د ټاکنو ترسره کېدل غیر عملي او له اساسي قانون او ملي ګټو سره په ټکر کې بولي.

ښاغلي دانش چې په دایکندي ولایت کې د خلکو په منځ کې خبرې کولې، دننه په حکومت اپوزیسون له سیاسي منطق څخه لیرې بولي او ټینګار کوي چې په اوسنیو شرایطو کې، په هېواد کې کودتا شونې نه ده.

هغه زیاته کړه:«هېڅوک نه‎شي وکولای، زموږ له تاسو څخه هېڅوک نه شو کولای چې معقوله توجیهې راوړو چې دننه له نظام څخه د نظام د کمزورتیا لپاره کار وکړي.»

ښاغلي دانش د ملي یووالي حکومت د قانوني دورې په پای ته رسولو ټینګار سره خبردرای ورکړ، چې پرته له دې بله ټاکنه کېدونکې نه ده، منونکې هم نه ده او قانوني هم نه.

هغه زیاته کړه:«په افغانستان کې نه کودتا شونې ده او نه هم د لنډمهاله حکومت او د بیړنیو ټاکنو طرحې عملي دي؛ ټولې دغه ډول طرحې، د افغانستان له اساسي قانون او ملي ګټور سره په ټکر کې او د حکومت د کمزورتیا لپاره به وي. »

له دې سره، د ملي جنبش ګوند چې د افغانستان د ژغورنې د ایتلاف له بنسټګرو دی، د ولسمشر د دویم مرستیال د دغو خبرو په اړه غبرګون ویلي.

د ملي جنبش ګوند ویاند بشیر احمد ته‎ینج په دې اړه وویل:«له ښاغلي دانش څخه مو دا تمه نه لرله! دی د ولسمشر د دویم مرستیال په توګه، باید د افغانستان له واقعیتونو خبر وي، د ائتلاف خبره د مېلیونونو انسانانو خبره ده، د ائتلاف دریځ د دغه هېواد د مېلیونونو د زړه درد او دریځ نیول دي.»

هېواد کې سیاسي ناندریو خورا زور اخېستی، دا ناندرۍ چې ډېری یې د حکومت له منځه دي، تراوسه یې د پای ته رسېدو او دغه راز په هېواد کې د وضعیت د عادي کېدو هېڅ څرک نه لیدل کېږي.

دا ټول په داسې حال کې دي، چې افغانستان کې د ترهګرۍ کچه زیاته شوې او هېواد کې جګړو زور اخېستی. د شنونکو په وینا، په دې څېر وضعیت سره، هېواد یوې ملي هوکړې ته اړتیا لري.

د حکومت په وړاندې د «افغانستان د ژغورنې ټلوالې» د غړو له دریځ نیولو وروسته، اوس د ولسمشر دویم مرستیال د دغه ائتلاف د جوړېدو منطق تر پوښتنې لاندې راولي او وايي چې دغه خوځښت له سیاسي منطق څخه تش دی.

شریک یي کړئ