Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

سټولټنبرګ: طالبان به هېڅ کله د جګړې په ډګرونو کې بریالي نشي

د ناټو عمومي منشي، سټولټنبرګ لندن کې د ناټو سرمشریزې ناستې په څنډه کې د افغانستان ستونزې لپاره پر سیاسي لارې چارې ټینګار کوي.

د ناټو عمومي منشي، همداراز ډاډ ورکړ چې دغه تړون له افغانستانه خپل ملاتړ ته دوام ورکړي او ورسره به خپلې ژمنې عملي کړي.

هغه زیاته کړه:«زموږ باور دا دی چې موږ افغانستان کې له خبرو راوتلې، سیاسي حل لارې ته اړتیا لرو... موږ ژمن یوو چې له افغانستانه خپل ملاتړ ته دوام ورکړو؛ موږ په دې باور یوو چې غوره لار دا چې ناټو یې ملاتړ وکړي، افغان ځواکونو ته د مشورې او روزنې ورکړه ده، څو طالبان پوه شي چې د جګړې په ډګر کې به بریالي نشي.»

د سټولټنبرګ دا خبرې د افغان حکومت له هرکلي سره مخامخ شوي دي.

د ولسمشر ویاند، صدیق صدیقي په خپله ټویټر پاڼه کې لیکي دي:«د افغانستان خلک او حکومت د افغان سولې بهیر ملاتړ، او د افغان او امنیتي ځواکونو د روزنې او سلا مشورې ورکړې دوام په تړراو د ناټو د سکرترجنرال له خبرو هرکلی کوي.»

د ناټو عمومي منشي د خپلو خبرو بله برخه کې همداراز د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې خبرو بیا پیل نه هم هرکلی کړی دی:«ناټو د افغانستان د سولې خبرو بیا پیل نه هرکلی کوي.»

دا په داسې حال کې ده چې د افغان سولې بهیر لپاره د امریکا ځانګړی استازی، زلمی خلیلزاد له طالبانو سره د خبرو بیا پیل لپاره کابل ته راغلی او ټاکل شوې چې دوحې ته د خبرو بیا پیل لپاره ولاړ شي.

د افغان سولې بهیر لپاره د امریکا ځانګړي استازي تېره ورځ (د لیندۍ په ۱۳مه نېټه) له ولسمشر غني او اجراییه رییس، عبدالله عبدالله سره ولیدل.

ولسمشرۍ ماڼۍ ویلي دي چې ولسمشر غني له ښاغلي خلیلزاد سره لیدلي او هغه ته یې ویلي چې‎"اوربند او له هېواده بهر د طالبانو پټنځایونو" موضوګانې دې "په جدې ډول" د سولې بهیر کې په پام کې ونیسي.

خو اجراییه ریاست ویلي دي چې عبدالله عبدالله او یو شمېر نورو سیاستوالو له خلیلزاد سره د لیدنې پرمهال د سولې خبرو پیل لپاره افغانستان کې د تاوتریخوالیو کموالی د مخکې شرط په توګه ښودلي دي.

امریکا او طالبانو د سولې په تړاو کابو یو کال سره خبرې وکړې او د روان زیږدیز کال د سپټامبر په میاشت کې د امریکا ولسمشر لخوا ودروول شوې.

اوس بیا د سولې خبرو پیل لپاره هڅې روانې دي.

د ناټو عمومي منشي، د خپلو خبرو بله برخه کې دا مریکا او طالبانو سره له خبرو هرکلی وکړږ

شریک یي کړئ