Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

طالبانو او افغان حکومت د اختر په درېیو ورځو کې د اوربند اعلان وکړ

د کوچني اختر د رارسېدو په درشل کې طالبانو او افغان حکومت اعلان کړی چې د اختر په درېیو ورځو کې اوربند کوي او په هېواد کې له جګړې لاس اخلي.

طالبانو لومړی په خپله اعلامیه کې اعلان وکړ چې د دغې ډلې جنګیالي به د کوچني اختر په درې ورځو کې چې سبا ته په افغانستان کې پیلېږي په ټول هېواد کې به پر امنیتي ځواکونو برید ونه کړي.

دغې ډلې همدارنګه له خپلو جنګیالیو غوښتي دي چې په دغو درېیو ورځو کې د حکومت تر ولکې لاندې سیمو ته ولاړ نه شي او دولتي ځواکونه هم اجازه نه لري چې د دوی د واکمنۍ سیمې ته ولاړ شي.

د طالبانو د دغې اعلامیې له خپرېدو څو دقیقې وروسته ولسمشرغني په خپل ټوېټر پاڼه د طالبانو له دغه کاره هرکلی وکړ او امنیتي ځواکونو ته یې حکم وکړ چې هغوی هم د اختر په درې ورځو کې اوربند وکړي.

ښاغلي غني همدارنګه په خپل ټوېټر پاڼه کې لیکي دي چې امنیتي ځواکونه په دغو درېیو ورځو کې خپل یرغلي بریدونه به ودروي او دفاعي حالت به غوره کړي.

ورته مهال په افغانستان کې امریکايي ځواکونو د طالبانو او افغان حکومت له دغو کړنو هرکلی کړی او له دواړو لورو یې غوښتي دي چې له اوربند وروسته تاوتریخوالی هم کم کړي.

دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې ولسمشر غني امنیتي ځواکونو ته حکم کړی دی چې یرغلي حالت غوړه کړي او پر طالبانو له سره بریدونه پيل کړي. 

شریک یي کړئ