Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

طالبانو د لنډمهالي اوربند په اړه د دغې ډلې د مشرتابه هوکړه رد کړه

په داسې حال چې اسوشېټډ پرس خبري اژانس او طالبانو ته نږدې سرچینو د لنډمهالي اوربند په اړه د دغې ډلې د مشرتابه غړو له هوکړې خبر ورکړی؛ خو طالبانو بیا ويلي چې، په افغانستان کې د لنډ مهالي اوربند په اړه کوم څه په پام کې نه لري.

طالبانو د لنډمهالي اروبند په اړه د دغې ډلې د مشرتابه هوکړه ردوي؛ خو د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد په یوې خپره شوې خبرپاڼه کې وايي چې یوازې د جګړې او عملیاتو د کموالي په اړه سلامشورې روانې دي.

په دې هکله د طالبانو د اعلامیې په یوې برخه کې راغلي:«واقعیت دا دی چې اسلامي امارت د اوربند کوم تصمیم نه لري، امریکایانو د جګړې او د عملیاتو د کمښت غوښتنه کړې، چې اسلامي امارت پر همدې مشخصه مسلې سلا مشورې پیل کړې دي.»

د ولسي جرګې غړی میرزا کټوازی په دې اړه وايي:«زموږ غوښتنه دا ده چې نور د بهرنیو هېوادونو له حکمه بهر شئ، اوربند وکړئ څو د افغانانو ترمنځ مذاکرات پيل شي.»

له دې سره سم، اسوشېټډ پرس د طالبانو د یوه چارواکي له قوله چې د نوم نه په ډاګه کېدو په شرط ویلي، طالبانو د خپلو بندیانو، د آزادولو په موخه یو ۵ زره کسیز نوملړ امریکا ته سپارلی او دا له امریکا سره د سولې هوکړې یوه غوښنه برخه جوړوي.

د طالبانو د حکومت پر مهال د اولمپیک کمېټې رییس شکور مطمین هم څرګندوي:«موږ هیله لرو چې زلمی خلیل زاد له امریکا بېرته قطر ته ستون شي او وروستۍ پرېکړه وشي او د بهرنیو پوځيانو د وتلو او د اوربند هکړه لاسلیک شي.»

په قطر کې خبریال سمیع یوسفزی په دې اړه وايي:«تراوسه په دې اړه امریکايانو ته رسماً څه نه دي ویل شوي او د طالبانو مشوره هم پاتې ده او د دې معنې دا ده چې طالبان او امریکایان به بېرته د مذاکرې مېزته راشي.»

خو افغان حکومت له طالبانو سره د سولې د خبرو لپاره د اوربند ټینګښت یو اصلي شرط بولي.

د ولسمشر د ویاند مرستیالې درانۍ جاوېد وزیرۍ څرګنده کړه:«د افغانستان دولت تمه لري څو له طالبانو سره د امریکايي پلاوي خبرې ډېر ژر پایلې ته ورسېږي، افغان حکومت د ګتور، مختصر او ځواکمن پلاوي له تعیین سره له طالبانو سره د خبرو او اوربند ټینګښت لپاره لازم چمتووالی لري.»

له طالبانو سره د لنډ مهالي اوربند ټینګښت د زلمي خلیلزاد غوښتنه وه، که څه هم ویل کېږي چې، د طالبانو پوځي شورا په دې اړه سلا کړې او دغه پرېکړه باید د دغې ډلې د مشرتابه غړو له لوري وروستۍ شي. خو اوس د طالبانو ویاند وايي چې، دغه ډله د اوربند په اړه هېڅ هوډ نه لري.

افغان حکومت له طالبانو سره د سولې د خبرو لپاره د اوربند ټینګښت یو اصلي شرط بولي.

شریک یي کړئ