Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

عبدالحمید خراساني: له امرالله صالح سره شخصي دښمني لرم

د «مقاومت اسلامي نهضت» په نامه بهیر یو له بنسټ اېښودونکو عبدالحمید خراساني له کورنیو چارو وزارت څخه غواړي ترڅو هغه تورونه چې پر هغه پورې شوي ثابت کړي.

د کورنیو چارو وزارت له لوري د عبدالحمید خراساني نوم په دې وروستیو کې د هغو کسانو په نوملړ کې شامل شوی دی چې په کابل ښار کې  په جنايي جرمنو او د عامه نظم پر ګډوډولو تورن دي.

 د کورنیو چارو وزارت عبدالحمید خراساني باج اخیستونکی بولي او وایي چې د وژنې، برمیته نیونې او قاچاق تورونه هم پرې شته خو عبدالحمید خراساني دا تورونه ردوي.

هغه په یوه وېډیويي پیغام کې پر ده لګېدلي ټول تورونه ردوي او وايي چې له امرالله صالح سره شخصي دښمني لري.

هغه زیاته کړه:«ومو ویل چې ګډوډي مو رامنځته کړه، باج اخیستنه مو کړئ...ټول هغه تورونه چې ستاسو له خوا پر ما لګول شوي، بې بنسټه دي؛ باید قوي سندونه او شواهد . ټول اړین قانوني توکي چې پر ما یو جرم ثابت کړي، خلکو او رسنیو ته دې وړاندې کړي.»

د کورنیو چارو وزارت وایي چې د عبدالحمید خراساني پر وړاندې اسناد او شواهد شته خو د شته اسنادو په تړاو نور معلومات نه ورکوي.

د کورنیو چارو وزارت ویاند نجیب دانش څرګنده کړه:«هره اداره چې د دې علاقه ولري چې د دوی د جرمي مخینې په اړه مالومات ترلاسه کړي، کولای شي چې زموږ کشفي بنسټونو ته مراجعه وکړي، موږ بشپړ سندونه لرو چې ښيي دوی په یو ډېر شمېر جرمونو کې لاس لري.»

په دې لړ کې حقوقپوهان وایي چې د دغو تورونو په تړاو محکمه پرېکړه کولای شي.

د پوهنتون استاد موسي فریور په دې اړه وویل:«تورن باید عدلي او قضايي بنسټونو ته مراجعه وکړي او حق لري چې پر ځان له لګېدو تورونو اطلاع ترلاسه کړي.»

د کورنیو چارو زورات تر اوسه د نژدې درې سوو هغو کسانو نوملړ خپور کړی دی چې د دغه وزارت د چارواکو په وینا په ناقانونه کړنو او زور کارولو تورن دي او په دې وروستیو کې یې هغو کسانو ته چې نومونه یې په شپاړس کسیز نوملړ کې دي او پولیسو ته نه دي ورغلي خبرداری ورکړی چې تر څلیرویشتو نورو ساعتونو پورې پولیسو ته مراجعه ونه کړي بانکي حسابونه به یې وتړل شوي او به خپله به هم ممنوع الخروج کړای شي.

اخوا د کورنیو چارو وزارت له امنیتي او دفاعي ارګانونو بهر کسانو ته خبر داری ورکړی دی چې خپل ساتونکي دي د موټرو په باډیو کې نه لېږدوی او دغه راز په کورونو کې له نیمه درنو وسلو د کار اخیستو او پر موټرو د هغو د نصب کولو حق نه لري.

نام عبدالحمید خراسانی به تازه‌گی از سوی وزارت امور داخله در میان نام‌های کسانی جا داده شده است که به جرم‌های جنایی و برهم زدن نظم عامه در شهر کابل متهم است.

شریک یي کړئ