Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

عبدالله: د افغانستان بهرنی سیاست سلیقه‎يي او اماتور بحث نه دی

د حکومت اجراییه رییس عبدالله عبدالله، د افغان سولې په اړه د امریکا ځانګړي استازي په اړه  د ولسمشر د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب د څرګندونو په غبرګون کې وايي چې د نظر په هر څرګندونه کې باید د هېواد ملي ګټې په پام کې ونیول شي.

حمدالله محب امریکا ته په خپل وروستي سفر کې، له خبریالانو سره په مرکه کې پر خلیلزاد له دې مله نیوکه وکړه چې د دوحې خبرو اترو جزییات له حکومت سره نه شریکوي او وې ویل چې خلیلزاد د افغان حکومت د ګوښه کېدو په هڅه کې دی.

د ښاغلي محب څرګندونو له ځان سره بېلابېل غبرګونونه لرل. عبدالله عبدلله له هغې یوه ورځ وروسته، د ولسمشر د ملي امنیت سلاکار پر دې خبرو نیوکه وکړه.

خو ښاغلي محب، وروسته په خپل ټوېټر پاڼه ولیکل چې ولسمشرۍ ټاکنو ته نوماندان باید په خپلو څرګندونو کې باید ډېر متوجه وي؛ ځکه چې خلک او تاریخ پر هغوی قضاوت وکړي.

اجراییه رییس چې ولسمشرۍ ټاکنو ته نوماند هم دی نن کابل کې یوې خبرې غونډه کې د وینا پر مهال وویل چې هغه د حکومت د اجراییه رییس په توګه څرګندونې کړي نه د ټاکنیزې ډلې له ادرسه.

هغه وايي:«د افغانستان سیاسي بحث د هېواد د ملي ګټو بحث دی؛ سلیقه‎يي، احساساتي او هغه بحث نه دی چې یوځل د افغانستان د خلکو ټولې لاسته راوړنې، د افغانستان د خلکو ترڅنګ د نورو قربانۍ، هېرې کړو.»

عبدالله همدارنګه ټینګار کوي چې اوس د خلکو او نړیوالو همکارانو ترمنځ ډېر یووالي ته اړتیا ده او حکومتي چارواکي باید په خپلو څرګندونو کې باید ډېره پاملرنه وکړي.

هغه څرګنده کړه:«زموږ هېواد د ترهګرو تر برید لاندې راغی، نړیواله ټولنه د افغانستان ترڅنګ ودرېده؛ دا لاره موږ په ګډه سره کچ کړه او په هغې لاره چې راغلي یوو - په دې کې شک نشته چې په بېلابېلو موقعو کې تېروتنې شوې دي خو نن په یوه داسې یو دریځ کې نه یوو چې له نړیوالو ټولنو سره خپلې اړیکې خرابې کړو.»

دا په داسې حال کې ده چې تېره شپه زلمي خلیلزاد په خپل ټوېټر پاڼه لیکي و که‎چېرې امریکا افغانستان پرېږدي، له ناټو سره به یو ځای له افغانستانه بهر شي. خو هغه زیاته کړې متحده ایالات او ناټو په افغانستان کې د سولې او همکارۍ په درشل کې په ګډه توګه هڅه کوي.

له دې ټولو سره عبدالله عبدالله وايي چې له نړیوالې ټولنې سره د افغانستان د اړیکو خرابول، د افغانستان په ګټه نه دي.

هغه زیاتوي:«له نړیوالې ټولنې سره افغانستان د اړیکو له منځه وړل د افغانستان په ګټه نه دي. هېواد پالنه، د هېواد د ملي ګټو تعقبول دي نه دا چې خپل احساسات بهر کړو - چې هغه هم د تعریف شویو واقعیتونو پر بنسټ وي یا نه وي، او دا چې زموږ پر خلکو څه اغېزه کوي د هغه مسوولیت ونه منو.»

د ملي یووالي حکومت اجرايي رییس عبدالله عبدالله وايي چې له نړیوالې ټولنې سره د افغانستان د اړیکو خرابول، د افغانستان په ګټه نه دي.

شریک یي کړئ