د منځنۍ ختیځ دوه سیمه ییز سیالان قطر او عربي متحده امارات به په افغانستان کې د امریکا متحده ایالاتونو په مشرۍ له نړیوال ایتلاف سره په رسمي توګه یو ځای شي.
یوه لوړپوړي امریکايي چارواکي واشنګټنتایمز ورځپاڼې ته ویلي دي چې غوڅ ملاتړ سره د ځواکونو یوځای کېدل د افغانستان ځواکونو سره د مرستې په موخه او دې هېواد کې د بهرنیو ځواکونو زیاتوالي په موخه ده.
د قطراو د عربي متحده اماراتو ځمکني ځواکونه به د افغان ځواکونو د روزنې په موخه د پریکنده ملاتړ ماموریت په چوکاټ کې دنده ترسره کړي.
ټاکل شوې چې د قطر او عربي متحده اماراتو پوځي مرستې به په بروکسل کې د ناټو د مشرانو په غونډه کې تایید شي.
هغه قطري او اماراتي ځواکونه به چې افغانستان ته استول کیږي شمېر یې تراوسه نه دی روښانه.