Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

قطر کې طالب استازو له خلیلزاد او د قطر بهرنیو چارو وزیر سره لیدلي

قطر کې د طالبانو استازو د یکشنبې پر ماښام د افغان سولې لپاره د امریکا له ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد او همدارنګه د قطر بهرنیو چارو له وزیر سره لیدلي دي.

په قطر کې د طالبانو د دفتر ویاند وايي چې په دغې لیدنه کې ملاعبدالغني برادر، محمد فاضل، ملاخیرالله خواه، مولوي امیرخان متقي او د قطر د بهرنیو چارو وزیر د سولې خبرو اترو د پایلو او د خبرو د راتلوونکو ګامونه په اړه سره بحث او خبرې کړې دي.

په قطر کې د طالبانو  د دفتر ویاند سهیل شاهین په دې اړه وویل:«پرون ماښام، د افغانستان د اسلامي امارت سیاسي مرستیال ملا برادر اخند، ملا محمد فاضل، ملا خیرالله خیرخواه او مولوي امیرخان متقي د قطر له بهرنیو چارو وزیر او ډاکټر زلمي خلیلزاد سره ناسته لرله. په دغې ناسته کې د مذاکراتو د پایلو په څو مهمو موضوعګانو او راتلونکو ګامونو په اړه بحث وشو.»

د پګواش بنسټ پخوانی رییس خلیل الله صافی وايي:«امریکا له طالبانو غوښتي چې د هوکړه لیک له لاسلیک وروسته دې هم د تاوتریخوالي موده وغځول شي او د افغانانو ترمنځ خبرو اترو تر پیله دوام پيدا کړي، داسې رپوټونه خپرېږي چې طالبانو په دې اړه نرمښت نه دی شودلی خو وروستۍ پایلې ته هم نه دي رسېدلي.»

افغان حکومت تمه لري چې  د قطر په منځګړیتوب د امریکا او طالبانو تر منځ خبرې طالبان په هېواد کې د جګړو پای ته رسولو ته قانع کړي او هغوی د افغانانو تر منځ خبرو ته غاړه کېږدي.

د ولسمشر ویاند صدیق صدیقي په دې اړه وویل:«دغو خبرو اترو په وروستیو میاشتو کې دوام درلود او خلک د پایلې په تمه دي دغه پایله به د تاوتریخوالي پای وي.»

د سولې څېړونکي وایي چې د خبرو په دې پړاو کې د قطر د بهرنیو چارو د وزیر منځګړیتوب په دې بهیر کې د پرمختګ ښودنه کوي.

د افغانستان د سټراټېژيکو مطالعاتو د انسټېټیوټ څېړونکی حسین احساني وايي:«قطر په دا شان خبرو کې هڅه کوي چې د منځګړي ونډه ولري او که چېرې د منځګړیتوب دا ونډه یې بریالۍ نه شي د ښکېلو لورو د یوه لوري ملاتړ به وکړي، اوس که چېرې افغانستان وکړای شي چې قطر ته قناعت ورکړي کېدای شي چې د افغانستان او د سولې بهیر په ګټه پای ته ورسېږي.»

په تېرڅه باندې یو کال کې د امریکا او طالبانو تر منځ لس غونډې شوي چې نهه غونډې یې په قطر او یوه یې د متحده عربي اماراتو په ابوظبۍ ښار کې شوې ده. خو تر اوسه د امریکا او طالبانو استازي د سولې د هوکړه لیک پر لاسلیکولو سره سلا شوي نه دي.

په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین وايي چې په دغې لیدنه کې ملاعبدالغني برادر او ځینو نورو طالب چارواکو له خلیلزاد او د قطر بهرنیو چارو له وزیر سره لیدلي دي.

شریک یي کړئ