Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

لغمان کې د سراج کلا د بیارغونې چارې پای ته ورسېدې

سراج کلا چې د لغمان مرکز په زړه کې موقعیت لري د امیر حبیب الله خان په وخت کې جوړه شوې وه چې د کورنیو جکړو له امله د کلا ځينې ودانۍ ورانې شوې وې چې دوه کاله وړاندې یې د بیارغونې چارې پیل شوې وې چې اوس سرته رسېدلې دي.

خو د لغمان ځينې فرهنګپال نیوکه کوي چې دغه کلا په پخواني بڼه نه ده رغوول شوې.
 
د لغمان مرکز مهترلام کې سراج کلا د امیر حبیب الله خان په وخت کې ۱۱۰ کاله پخوا جوړه شوې ده. چې څلور برجونه او دوه ودانیو ترڅنګ یو جومات لري. 

امیر حبیب الله خان د خپلې واکمنۍ پرمهال د ژمي په موسم کې د ښکار او سیل لپاره لغمان ته راتله او سراج کلا کې به اوسېده. 

لغمان د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د فرهنګ ګرځنده امر نادر مخور په دې اړه وايي:«په دې کلا باندې د وخت ناخوالو ډېر ظلمونه کړي دي، البته په پړاونو کې دا کلا په قصدي او طبعي افاتو له امله ورانه شوې ده.»

د لغمان فرهنګپال او اوسېدونکي نیوکه کوي چې د سراج کلا ځینې سیمې غصب شوې دي او دغه کلا په پخوانۍ تاریخي بڼه نه ده رغول شوې. 

ځايي خبریال سیف الرحمان په دې اړه څرګندوي:«کلا سراج چې کومه ساحه ده دا باید په خپل معیار جوړه وه، له بده مرغه نه ده جوړه دلته ځینې دولتي ودانۍ جوړې شوې دي، د دې باید مخنیوی وشي.»

فرهنګپال برهاالدین نظامي وايي:«موږ له ولسمشر محمد اشرف غني څخه غوښتنه کوو چې لکه څرنګه چې د تاریخي ابدادو د رغونې لپاره ځانګړي توجه لرو، نو موږ ترې غوښتنه کوو چې د لغمان دغه د سراج کلا او د مهترلام بابا زیات ته خاصه توجه وکړي.»

د سراج کلا د بیارغونې شرکت مسوولین وايي دغه کار په دوه کلونو موده کې شاوخوا دوه ویشت مېلونه افغانیو په مالي لکښت ترسره کړی، چې ځانګړو موادو ترڅنک یې د کونړ او وردکو لرګي کارولي دي. 

د بیارغونې شرکت مسوول جواد وايي:«خښته یې میده شوې ده د هغه له پوډرو استفاده شوې ده، چونې نه استفاده شوې ده، په طبعي بڼه له منچ نه استفاده شوې ده، له بډګاله نه استفاده شوې ده.» 
د لغمان د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د مسوولان د شمېرو له مخې په دغه ولایت کې پنځوس لرغونې ځایونه او ودانۍ شته دي چې له دې څخه یوازې شپږ ابدې او لرغونې سيمې رغولې دي، خو د ناامنیو له امله له پاتو ۴۰ یې معلومات نه لري. 

شریک یي کړئ