Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

له کندزه تر کابله، د عدالت غوښتنې لپاره راتګ

د امنیتي ځواکونو د قربانیانو ځینې کورنۍ او هغه کسان چې د هېواد د دفاع پر مهال په کندز کې معلول شوي، د عدالت غوښتنې لپاره کابل ته راغلي دي.

هغوی وايي چې د هغوی د ستونزو په اړه  په کندز کې د سیمه‎ییزو چارواکو د بې‎پروایۍ له امله، اړ شوي چې کابل ته راشي.

احمد زیور مولي زاده ۳۶ کلن دی او اته کاله د کورنیو چارو وزارت په اډانه کې افسر و.

دی یوه اوونۍ وړاندې، د وژل شویو سرتېرو کورنیو غړو او لسګونه معلولینو سره یوځای، له کندزو نه کابل ته راغلی، د دې لپاره چې غږ یې واوریدل شي.

احمد زیور په دې اړه وویل:«له بده‎مرغه تراوسه چا‎، موږ ته میاشتنۍ معاش را کوي که نه، او هرکال چې خپل حقوق اخلو د حکومتي ادارو د دروازو تر شا جګړه کوو ترڅو خپل همغه نیم حق ترلاسه کړو.»

د کورنیو چارو وزارت دا پخوانی افسر څلو ماشومان لري، اته کاله وړاندې یوه ترهګریزه پېښه کې یې دواړه پښې او د لاس یوه ګوته یې له لاسه ورکړل.

هغه زیاته کړه:«په ۱۳۸۸ کې په کندزکې په لومړني ترهګریز برید کې چې زما په موټر کې بم اېښودل شوی وه، د قومندانۍ په نظام قراول کې د خپل بدن دوه غړي مې له لاسه ورکړل.»

غلام علي د هغه افسر زوی دی، چې پلار یې څه باندې دېرش کاله د کورنیو چارو وزارت په اډانه کې افسر وه.

هغه وايي، چې اته کاله وشول، چې د پلار حق پسې یې لالهانده دی.

غلام علي څرګنده کړه:«د یوې نمرې ځمکې لپاره لیک دی، خو تراوسه له موږ سره چا مرسته نه ده کړې.کله چې د والي، د امنیت امر،امنیه قومندانۍ دروازې ته ځو،یوازې کاغذ پراني ده. او څه شی زموږ له لاسه پوره نه دي او هېڅ پاملرنه هم نه کېږي.»

ومو نشو کړای چې په دې اړه د کورنیو چارو وزارت لیدلوری ولرو، خو د فاع وزارت وایي، هڅه کوي د سرتېرو د کورنیو ستونزې حل کړي.

د ملي دفاع وزارت ویاند دولت وزیری په دې اړه وايي:«د امنیتي ځواکونو ځانګړي لپاه ځانګړي روغتونونه لرو چې په هغه کې د امنیتي ځواکونو د درملنې ټول امکانات شته، روغتون، درمل، ډاکټر ولرو خو هغه څوک چې معلول کېږي له موږ سره یوه درجه لري، لومړی درجه معلولان، د روغتیا مهال له ټولو امتیازونو برخمن دي.»

دا لومړی ځل نه دی، چې هېواد نه ساتنه کې د وژل شویو سرتېرو کورنۍ او یا هم معلولین پر حکومت نیوکه کوي.

شریک یي کړئ