د امریکا متحده ایالاتو د پوځ لوی درستیز، مارک مېلي وایي، امریکایي ځواکونه به څو کاله نور هم په افغانستان کې پاتې وي.
نوموړي، د ای بي سي ټلوېزیون د «دا اوونۍ پروګرام» کې افغانستان کې امریکایي ځواکونو د حضور په اړه ویلي چې دا ځواکونه به څو کاله نور هم دغه هېواد یعنې افغانستان کې وي.
مېلي د دې پوښتنې په ځواب کې چې د افغانستان جګړه ولې دومره اوږده شوې ویلي دي:« امریکايي ځواکونه د دې لپاره افغانستان ته تللي چې، دا هېواد بیاځلي د ترهګرو په پټنځای بدل نه شي او بیا پر امریکا برید ونه شي.»
د مېلي په وینا، دا ماموریت لا نه دی پوره شوی او هله به پوره شي چې افغان حکومت او امنیتي ځواکونه د خپل هېواد امنیت خپله ټینګ کړای شي او ترهګرو ته اجازه ورنکړي چې د افغانستان خاورې نه پر نورو هېوادونو، په تېره امریکا باندې برید وکړي.
د نوموړي په خبره چې دغه ماموریت تر اوسه پورې نه دی بشپړ شوی او د بشپړولو او بریا لپاره یې باید افغان ځواکونه د افغانستان د کورني امنیت د تامین جوګه شي او له خاورې یې پر نورو هېوادونو په ځانګړې توګه پر امریکا متحده ایالاتو د بریدونو مخنیوی وکړي.
دا په داسې حال کې ده چې د امریکا ولسمشر، دونالډ ټرمپ په وار وار سره ویلي چې پوځیان به یې له افغانستانه وباسي.
په همدې حال کې د امریکا لوی درستیز نه دي ویلي چې پوځیان به یې څو کاله افغانستان کې پاتې کېږي، خو مخکې له دې د دغه هېواد چارواکو ویلي وو چې د پوځیانو ویستل یې شرایطو او همداراز له طالبانو سره د سولې خبرو پورې تړلي دي.
له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو وتل د واشنګټن او طالبانو ترمنځ د سولې د خبرو یو مهم ټکی وو.
اوس مهال امریکا افغانستان کې کابو ۱۲۰۰۰ پوځیان لري.