Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

ملي یووالی حکومت درې کلن شو؛ نقد کوونکي ډېری ژمنې عملي شوي نه دي

درې کاله وړاندې په دغې ورځې ولسمشریزې ټاکنې د دوه مخکښو نوماندانو د هوکړې پر بنسټ.واک له حامد کرزي څخه اشرف غني او عبدالله عبدالله ته ولېږدول شو.

د فساد پر وړاندې جدي مبارزه، د قانون حاکمیت، ښه حکومتوالي، په ټاکنیزو نظام کې سمون، د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو د ټاکنو ترسراوی، د برېښنایي پېژندپاڼو وېش، په اساسي قانون کې د تعدیل د کمېسیون رامنځته کول او تر دوو کلونو د اساسي قانون لپاره د لویې جرګې رابلل، د ملي یووالي حکومت د رامنځته کېدو د هوکړلیک په ګډه خبرپاڼه کې د دې حکومت د مشرانو ژمنې وې.

هغه ژمنې چې د دغه حکومت د درېیو کلونو په تېرېدو سره، یوه یې هم په پوره توګه عملي شوي نه ده. له دې ډلې یوازې د اداري فساد پر وړاندې مبارزې، په ټاکنیز نظام کې اصلاحات او د برېښنایي پېژندپاڼو د وېش په برخه کې هومره کار شوی، چې بسندویه نه دی.

د کابل د ولایتي شورا غړی نقیب الله هاشمي په دې اړه وايي:«د خلکو اقتصاد ورځ په ورځ ضعیف شوی، وزګاري تر اخیرې کچې رسېدلې، فساد خپلې لومړې کچې ته رسېدلی، مافیايي کړۍ په څرګنده  کار کوي؛ نو دغه حکومت په کومه برخه بریالی دی؟ لاړ شئ له ملت څخه پوښتنه وکړې ملت ناراض دی.»

په همدې حال کې د حکومت پر مشرانو نیوکه کېږي، چې د اصلاحاتو پر راوستو او د ژمنو عملي کولو پر ځای، تر ډېره په خپلمنځي اختلافونو کې ښکېل وو.

دغه راز په حکومت کې د سیاسي او قومي اختلاف له کبله هم نیوکې کېږي.

د اجرائيه رییس پخوانی سلاکار داوود اساس هم په ډاګه کړه:«ملي یووالي چې نن په افغانستان کې زیانمن شوی د افغانستان په تاریخ کې داسې نه وو د قومونو په منځ کې ستونزې رامنځته شوي د ایشچي او دوستم په څېر موضوع، محقق او دانش، د استاد عطا او عبدالله پېښه او د اسلامي او جمعیت ګوندونو اختلافونه.»

له دې ټولو سره، ارګ، د ملي یووالي حکومت د درېیو کلونې مودې د کارونو په اړه څرګندونې لري.

له ډېرو لوړو ژورو سره، د ملي یووالي حکومت له رامنځته کېدو درې کاله تېر شول، تمې دا دي، چې  د دغه حکومت مشران به په پاتې موده کې خپلې ژمنې په پوره توګه عملي کړای شي چې دا حکومت، راتلونکې حکومت ته یو ښه نوم په مېراث پرېږدي؟

ملي یووالي حکومت، په افغانستان کې د حکومتوالۍ بېساری جوړښت، کابینه نیمګړې او ژمنې یوازې د کاغذ پر مخ دي.

شریک یي کړئ