Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

م.م سازمان کې د افغان ځوانانو استازی، دا ځل یوه پېغله ټاکل شوې

عایشه خرم چې د کابل پوهنتون د حقوقو په پوهنځۍ کې زده کړې کوي، تازه په ملګرو ملتونو سازمان کې د افغان ځوانانو استازې په توګه ټاکل شوې ده.

په ملګرو ملتونو سازمان کې د افغان ځوانانو د استازي ټاکلو مناظره چې تېره ورځ (د دوشنبې په ورځ، د تلې په ۱۵مه) ترسره شوه، په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سازمان د استازي تدامیچي یوماماتو، د بهرنیو چارو وزارت مرستیال، ادریس زمان، په افغانستان کې د المان سفیر پیټر پروګل او د افغانستان د اندیشه ورانو بنسټ له خوا یې مشري کېدله.

اغلې خرم چې د ۸۰ ځوانانو له ډلې د یو کال لپاره د ملګرو ملتونو په سازمان کې استازي ټاکل سوې ویلي د افغان ځوانانو تر منځ د ستونزو د حل لپاره ډېري اړین پلانونه په پام کې لري. 

عایشه خرم وایي د نړۍ د هېوادونو د بشري او سیاسي حقونو د وضعیت په اړه د پوهاوي لومړني ګامونه یې د کابل پوهنتون له مرکزي کتابتونه پیل کړل او اوس درې کاله کېږي چې د دې پوهنتون د حقوقو په پوهنځي کې زده کړه کوي او په ملګروملتو سازمان کې د افغان ځوانانو د استازې په توګه غوره شوې ده.

په ملګروملتو سازمان کې د افغان ځوانانو استازې عایشه خُرم وايي:«زما سره کرښه نه یوازې هغه ښځې نه دي چې په پلازمېنه کې دي، هغه ښځې هم دي چې د زده کړې له حقه بې برخې دي، هغه ښځې دي چې په ولایتونو کې ژوند کوي، د طالبانو تر واکمنۍ لاندې ژوند کوي او هغه ښځې دي چې حتا د زده‎کړې او تحصیل فکر یې په ذهن کط نشته.»

هغه زیاتوي:«له دې وروسته کله چې زه د افغان ځوانانو غږ نړیوالې ټولنې ته ورسوم، په افغانستان کې د ځوانانو لپاره داسې پروګرامونه طرحه کړم چې واقعاً له هغوی سره د حکومتوالۍ، سیاست او په مهمو پرېکړو کې چې د هغوی د برخلک اړوند کېږي دخیل کړي.»

له دې سره هم‎مهاله، ځینې زده‎کړیالان په ملګرو ملتونو سازمان کې د افغان ځواکونو له استازې غواړي چې د افغان ځواکونو ننګونې او ستونزې د ملګرو ملتونو سازمان په غونډو کې مطرح کړي.

یو له دغو زده‎کړیالانو امین وايي:«له پېغلې عایشې څخه زموږ غوښتنه دا ده چې وکړای شي د مېلیونونو کړېدلو افغان ځوانانو غږ چې نن له زده‎‎کړو پاتې دي، زموږ غږ او د پېغلو غږ د نړۍ غوږ ته ورسوي.»

ټاکل شوې عایشه خرم دوې میاشتې وروسته د ملګروملتو له سازمان سره د یوه کال لپاره خپل کار پیل کړي.

د ملګروملتو سازمان د امنیت شورا د ۲۲۵۰ پرېکړه لیک له مخې په دغه سازمان کې د ځوانانو استازی به د ځوانانو ستونزې د نړۍ له مشرانو سره شریکوي.

شریک یي کړئ