Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

مکینزي له افغانستانه امریکايي ځواکونو وتو ته زمینه برابره نه بولي

د  امریکا متحده ایالاتو د پوځ قومندان، جنرال کنت مکینزي چهارشنبې(د غبرګولي په ۲۱مه نېټه) ویلي دي چې هغه له افغانستانه په بشپړه توګه د امریکايي ځواکونو د وتو پلوی نه دی.

هغه زیاته کړې ده چې تر اوسه طالبانو د امریکايي ځواکونو وتو ته زمینه نه ده برابره کړې او نو ځکه د بشپړې وتو سپارښتنه نه کوي.

مکینزي څرګنده کړې، سره له دې چې امریکا له طالبانو سره د هوکړې له مخې خپل سرتېرې له ۸زرو کم کړي دي، خو د بشپړو وتو لپاره زمنیه نه ده برابره او دا بهیر راتلونکي پسرلي کې په شرایطو پورې تړاو لري.

هغه په دې تړاو ویلي:«هغه څه چې امریکا ګواښوي، طالبان نه دي. کله هم طالبان نه وو. د ګواښ سرچینې هغه ډلې دي چې دوی ورته افغانستان کې د شتون اجازه ورکړې ده.»

دغه امریکايي چارواکي افغانستان کې القاعدې او داعش پورې تړلو ډلو ته اشاره وکړه:«زما په باور طالبان د داعش ملګري نه دي او د هغې پر وړاندې کار کوي. خو زما لپاره په دې اندازه روښانه ده چې دوی به د القاعدې پر وړاندې هم دا دریځ ولري.»

مکینزي همداراز بیان کړې ده چې د ټرمپ دولت د «مخکې لارې» څېړنې لپاره افغانستان کې او د ناټو غړو او ملګرو سره پر خبرو بوخت دی.

له بلې خوا د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په دې وروستیو کې یوه راپور کې ویلي وو چې طالبان لا هم له حقاني او القاعدې سره نېږدې  اړیکې لري او له طالبانو سره د امریکا هوکړه له پوښتنو سره مخ ده.

راپور کې راغلي دي چې طالبان له القاعدې ډلې سره دوستي، ګډه مبارزه او ایدیالوژیک پییلی توب لری.

د امریکا مرکزي پوځ قومندان ویلي دي چې طالبانو تر اوسه له افغانستانه د دوی د ځواکونو د وتو لپاره زمینه نه ده برابره کړې

شریک یي کړئ