د عامې روغتیا وزارت وایي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې، هرات کې د کرونا ویروس ۳۲ مثبتې پېښې ثبت شوې دي.
له دغو پېښو سره، په افغانستان کې د کرونا ویروس د ټولو مثبتو پېښو شمېر ۷۴ ته ورسېد.
د عامې روغتیا وزیر فیروز الدین فیروز وايي چې اټکلونه د دې ښودنه کوي که چېرې د دغه ویروس په وړاندې جدي تابیاوې ونه نیول شي، شونې ده چې د هېواد نیم نفوذ پر کووېډ نولس او یا کرونا ویروس اخته شي.
د دغه وړاندوینې پر بنسټ شونې ده چې څه باندې سل زره هېودوال خپل ژوند له لاسه ورکړي.
ورته مهال، پرېکنده ملاتړ ماموریت په افغانستان کې د خپلو پوځيانو په منځ کې د څلورو پوځيانو له اخته کېدو خبر ورکوي.
په دې اړه مو اندونه