Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

هرات کې ماین چاودنې د دریو پولیس سرتېرو ژوند واخیست

د هرات سیمه يیز چارواکي دغه ولایت کې د دریو پولیسو سرتېرو له وژل کېدو خبر ورکوي.

دغه چارواکي نن(یکشنبې د چنګاښ په ۱۵مه نېټه) وايي پېښه کې درې سرتېري ټپیان شوي دي.

د یاد ولایت کهسان ولسوال، امین الله هفت بلا زیاتوي چاودنه د هرات ـ سلام کلا لاره کې هغه مهال شوی چې د پولیسو سورلۍ موټر د سرک غاړې له ماین سره برابر شو.

هغه څرګندوي، ماین تېره ورځ د هرات له ښاره کابو ۱۰۰ کیلومټره لیري په تیرپل سیمه کې ځای پر ځای شوی وو.

ښاغلی هفت بلا وايي ماین طالب وسله والو د افغان ځواکونو د نښه کولو په موخه ځای پر ځای کړی وو.

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

د هرات کهسان ولسوال وايي ماین تېره ورځ د هرات له ښاره کابو ۱۰۰ کیلومټره لیري په تیرپل سیمه کې ځای پر ځای شوی وو

شریک یي کړئ