Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

ولسمشر اشرف غني د شریف فایز مړینه د هېواد لپاره لویه ضایع ګڼي

د هېواد د لوړو زده کړو پخواني وزیر او په افغانستان کې د امریکايي پوهنتون د بنسټ اېښودونکي ډاکټر محمد شریف فایز د مړینې په اړه بېلابېل غبرګونونه راپارېدلي دي.

د ملي یووالي حکومت مشران او د حکومت ځينې نور چارواکي او سیاستوال، د شریف فایز مړینه د افغانستان علمي ټولنې ته یوه لویه تشه ګڼي.

ولسمشر غني په یوه پیغام کې فایز یې د علم او پوه په برخه کې له مخکښو کسانو بللی او د ټولنې د روښنایۍ په برخه کې د هغه ونډه یې ارزښتناکه بللې ده:«اروا ښاد ډاکټر فایز د لوړو زده کړو د وزیر، د افغانستان د امریکايي پوهنتون د رییس او متین استاد، په توګه د ټولنې د روښنایۍ او د علم په ګاڼه د ځوان نسل د سمبالولو په برخه کې ځانګړی رول لوبولی. د هغه خدمتونه د ستایلو وړ دي او د هغه مړینه د علمي ټولنې لپاره ستره تشه ده.»

اجراییه رییس عبدالله عبدالله هم په یوه پیغام کې، فایز یې د پوهنې او معرفت سر لښکر بللی او د هغه مړینه یې نه جبران کېدونکې بللې ده:«اروا ښاد ډاکټر فایز د علم او پوهنې په برخه کې یو عمر له نه ستړي کېدونکو هلو ځلو سره د هېواد لپاره ځلانده خدمتونه کړې دي. دی یوه له هغو استوارو ستونو او بنسټونو څخه و چې د افغانستان نننی او راتلوونکی نسل د هغه د نېکو زحمتونو منندوی دي.»

ډاکټر شریف فایز د طالبانو د رژیم له ړنګېدو وروسته د لوړو زده کړو لومړنی ویز و، هغه هڅه وکړه چې په افغانستان کې ښوونیز نظام د لوېدیځ د هغه په څېر کړي.

 هغه نه یوازې د افغانستان امریکايي پوهنتون د جوړېدو لپاره، بلکې د کابل د ښوونې او روزنې د پوهنتون د جوړېدو لپاره هم هڅې کړې وې. هغه هڅه کوله چې د مطالعې او ښوونې لپاره لوېدیځې او علمي تګلارې راوړي.

 شریف فایز خپله ماسټري د انګلیسي ادبیاتو په برخه کې د امریکا له کلوراډو پوهنتون نه تر لاسه کړې وه او وروسته یې خپله دوکټورا د اریزونا له پوهنتونه د امریکایي ادبیاتو په برخه کې تر لاسه کړې وه.

 شریف فایز په دري او انګلیسي ژپو څو کتابونو هم لیکلي و.

 شریف فایز چې په هېواد کې د عصري لوړو زده کړو له بنسټګرو بلل کیږي، د ۷۳ کلونو په عمر په کابل کې د زړه د حملې له امله مړ شو.

شریک یي کړئ