ولسمشر غني نن(سې شنبې د لړم په ۲۸مه نېټه) د یو لوړ پوړي پلاوي په مشري د ننګرهار ولایت د امنيتي حالت څېړنې په موخه دې ولایت ته ولاړ.
ولسمشرۍ ماڼۍ وايي چې ښاغلي غني ننګرهار ولایت ته له رسېدو سره د یاد ولایت له امنیتي او سیمه ییز چارواکو سره پر امنیتي حالت خبرې کړې دي.
دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو ورځو ډلې ډلې د داعش وسله وال افغان ځواکونو ته ځانونه سپارلي.
د هغو داعشیانو شمېر چې دولت یې ځانونه سپارلي کابو ۶۰۰ تنو ته رسیږي.