د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر، ډونالډ ترمپ وايي په افغانستان کې د سولې راوستو په موخه هڅې روانې دي.
نوموړي نن(چهارشنبې د سلواغې په ۱۶مه نېټه) په خپله کلنۍ وینا کې همداراز څرګنده کړه چې افغانستان کې د اوږدې جګړې پایته رسولو په هڅه کې دي.
ټرمپ همداراز زیاتوي چې امریکا په منځني ختیځ کې د جګړې پای ته رسولو په هڅه کې ده، څو سرتېري یې بېرته کور ولاړ شي.
ټرمپ همداراز څرګنده کړه چې سرتېرو یې افغانستان کې د سولې خبرو پرمختګ ته زمینه برابره کړې ده:«موږ له امریکایانو دفاع کوو او هڅه کوو چې منځني ختیځ کې جګړه پایته ورسوو، همداراز زمو سرتېرو هم زمینه برابره کړې چې افغانستان کې د سولې خبرې پرمختګ وکړي.»
ډونالډ ټرمپ همداراز وايي نه غواړي افغانستان کې سلګونه زره کسان ووژل شي په داسې حال کې چې ډېری یې ګناه نلري.
د ټرمپ په خبره چې نړۍ کې یې د قانون پلي کول د دوی دنده نه ده، او دوی اړ نه دي چې د نړۍ پولیسو په توګه کار وکړي.
ټرمپ د سرتېرو لېږد په تړاو بیان کړه:«موږ د امریکا اوږدې جګړې پایته رسولو لپاره کار کوو، څو خپل سرتېري خپلو کورنو ته ستانه کړو.»
د ټرمپ په خبره د امریکايي سرتېرو کورنیو د جګړې درنه بیه ورکړې ده.
د امریکا ولسمشر په دې وینا کې د داعش ډلې مشر، ابوبکر البغدادي او د ایران د سپاه پاسدارونو د قدس څانګې مشر، قاسم سلیماني وژنه هم له خپلو لاسته راوړنو وبلله.
ټرمپ د خپلې وینا په یوې برخې کې وویل چې نه پرېږدې څو ایران د هستوي وسلې خاوند شي.