Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

پاکستان ته طالب پلاوي سفر؛ اسلام اباد د مذاکراتو دپيل غوښتنه وکړه

اسلام اباد د ملاعبدالغني برادر په مشرۍ له طالب پلاوي چې پاکستان ته تللی، غوښتي دي چې ژر تر ژره د افغانانو ترمنځ خبرو اترو ته حاضر شي.

د طالبانو یوه شپږ کسیز پلاوي د سې شنبې په ماښام د پاکستان له بهرنیو چارو وزیر، د پوځ د استخباراتو له مشر او همداراز د افغانستان لپاره د دغه هېواد له ځانګړي استازي سره وکتل.

د پاکستان بهرنیو چارو وزارت وايي، په دې لیدنه کې د افغانانو تر منځ د خبرو پر ژر پیلېدو ټینګار شوی دی. 

شاه محمود قریشي وايي، طالبانو ته یې ویلي چې، د افغانستان ستونزه له پوځي لارې نه حلېږي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي زیاتوي:«زه لا هم هیله من یم چې یوه حل لار به پیدا شي او زه پر دې پوه شوم چې د هغو زړونه او ذهنونه د خبرو لپاره چمتو دي او غواړي چې یوه لار پرانېستل شي.»

د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي هم ویلي چې، دغه کتنه د افغانانو تر منځ د خبرو ژر پیلېدو په موخه ترسره شوې ده.

پاکستانی خبریال طاهر خان وايي:«شاه محمود قریشي وویل چې افغان مشران دې د افغان سولې بهیر کې له رامنځته شوي فرصت څخه په سمه توګه استفاده وکړي.»

خو د پاکستان د حکومت له لوري د طالبانو بلنه او له هغو سره د دغه هېواد رسمي لیدنې او خبرې د افغان حکومت له غبرګون سره مخ شوې دي.

د ولسمشر یاند صدیق صدیقي څرګندوي:«دا ټولو اخلاقي اصولو پر خلاف دي چې هېوادونه یې باید په پام کې ونیسي؛ یوه ډله په هېڅ ډول د افغانستان استازیتوب نه شي کولای.»

د ولسمشر غني لومړي مرستیال هم له طالبانو د پاکستان کوربتوب ته ګوته نیولې او ویلي یې دي چې، دغه لیدنه یوازې یوه ورځ وروسته پر یادې ډلې د پاکستان د بندیزونو له وضعه کېدو وروسته ترسره شوې ده.

طالبانو ته نږدې کسان وايي، ټاکل شوې د طالبانو دغه شپږ کسیز پلاوی چې له قطره پاکستان ته تللی د حقاني شبکې له مشر سراج الدین حقاني او د طالبانو له پوځي مسوول ملا یعقوب سره هم وګوري.

پخوانی جهادي مشر محمد اسماعیل وویل:«کله چې پاکستان یې ملاتړ کوي او په تېرو څه باندې ۲۵ کلونو کې له مالي، پوځي او تیوري له پلوه له طالبانو سره همکاري کړې ده البته د پاکستان څرګندونې پر طالبانو مستقیماً اغېزه کوي.»

له بل لوري په قطر کې د طالبانو د دفتر ویاند وايي، د طالبانو د سیاسي دفتر د اروپايي څانګې د مشر او د سویډن د پراختیايي دفتر له استازي په وېډیويي خبرو کې ډاډ ورکړ شوی چې، د افغانانو تر منځ په خبرو کې به یوازې د دواړو خواوو پلاوي ګډون وکړي او بل څوک به نه وي.

له دې سره سم، د ناټو دفاع وزیران به د ۵ شنبې په ورځ په یوې غیر رسمي ناسته کې د افغانستان وضعیت وڅېړي.

د ناټو عمومي منشي ینس سټولټبرګ په دې اړه وویل:«وزیرانو ته به په افغانستان کې د ناټو د حضور په اړه معلومات ورکړو. موږ په هغه ځای کې خپل حضور ته ژمن یوو؛ ځکه موږ باوري یوو چې، د سولې له هڅو د ملاتړ لپاره دا تر ټولو غوره لاره ده او همداراز موږ د پرمختګ شاهدان هم یوو. د افغانانو تر منځ خبرې د افغانستان د کړکېچ  د حل لپاره تر ټولو غوره لاره ده.»

له بل لوري، د ملي مصالحې د عالي شورا مشر د پاکستان له لومړي وزیر سره د افغانستان د سولې بهیر په اړه ټېلفوني خبرې کړې دي.

عمران خان ښاغلی عبدالله پاکستان ته بللی او همداراز یې هیله څرګنده کړې چې، د افغانانو تر منځ خبرې ژر تر ژره پیل شي.

شریک یي کړئ