Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

پاکستان کې د طالبانو له استازو سره د خلیلزاد لیدنه

د پاکستان لوړپوړو چارواکو د رویټرز خبري اژانس ته ویلي چې د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد پاکستان کې د طالبانو له استازو سره لیدلي دي.

زلمي خلیلزاد او د طالبانو یو پلاوی دوه ورځې مخکې هم‎مهاله اسلام اباد ته تللي دي.

د رویټرز خبري اژانس په احواله، خلیلزاد او طالب استازو په اسلام اباد کې کابو د یوه ساعت لپاره د بېلابېلو مواردو په اړه خبرې کړې دي.

دا له طالبانو سره د امریکا د خبرو اترو تر درېدو وروسته له طالبانو سره د زلمي خلیلزاد لومړنۍ رسمي لیدنه ده.

جګپوړو پاکستاني چارواکو چې ونه غوښتل د هغوی نوم یاد شي، ویلي چې دا لیدنې د سولې رسمي خبرو اترو اړخ نه درلود او یوازې د لورو ترمنځ د اعتماد رامنځته کولو لپاره وو.

په ورته وخت کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت که‎څه هم د دې پخلی کړی چې زلمی خلیلزاد له یوې مودې راهیسې په اسلام اباد کې دی، خو د هغه سفر د امریکا او طالبانو ترمنځ د خبرو اترو د پیل په منظور نه دی.

خو بلخوا طالبانو بیا له زلمي خلیلزاد سره د دغې دلې د استازو د لیدو په اړه څه نه دي ویلي.

شریک یي کړئ