Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

پر اداري فساد تورن، خو د دولت په مهم مقام یې ګومارنه

د نفت او ګازو پخوانی رییس ولید تمیم چې په لویه څارنوالۍ د اداري فساد او له واکه د ناوړه استفادې درې دوسیې لري د ولسمشر غني له خوا په دوه مهمو مقامونو ته معرفي شوی دی.

ولید تمیم، لومړی په افغانستان کې د هند سفارت ته وړاندیز شو او وروسته د مالیې وزارت د ګمرکاتو عوایدو معینیت سرپرست وټاکل شو.

د لویې څارنوالۍ ویاند جمشید رسولي د چهارشنبې په ورځ وویل، د نفتي توکو او ګازو د پخواني ريیس ولید تمیم په اړه د فساد او له واک د ناوړه ګټنې اړوند درې دوسیې لري.

هغه زیاته کړه:«د دغه کس څو دوسیې په لویه څارنوالۍ کې تر کار لاندې دي؛ یوه دوسیه یې د اداري فساد د درنو جرمونو په اړوند ده چې د مستندجوړونې لپاره بېرته کشفي مراجعو ته لېږل شوې ده څو د پېښې په اړه کشفي فعالیتونه بشپړ کړي او د څېړنې په پار بېرته لویې څارنوالۍ ته ولېږل شي.»

خو د پنج‌شنبې په ورځ ولید تمیم د مالیې د سرپرست وزیر له‌خوا د ګمرکاتو د عوایدو د معینیت سرپرست په توګه وپېژندل شو.

د مالیې سرپرست وزیر په خپله فیسبوک‌پاڼه لیکلی، د ولسمشر غني د حکم پر اساس تر هغه چې هند کې د افغانستان د سفیر په توګه د ولید تمیم باور لیک راځي، هغه به دې دندې ته دوام ورکړي.

ځينې حقوق پوهان وايي هغه کسان چې په عدلي او قضايي بنسټونو کې د فساد د تور دوسیې لري، تر هغې چې دا دوسیې وروستۍ نه شي، نه شي کولای په دولتي بنسټونو کې کار وکړي.

د افغانستان د روڼتیا سازمان څېړونکی ناصر تېموري په دې اړه وویل:«په لسګونه او سلګونه دوسیې شته چې شونې ده سیاسي انګېزې ولري، خو په هغه کې د ناوړه استفادې وافعیتونه شتون لري.»

حقوق پوه ارش شهیرپور هم وايي:«هېڅ منطق یې نه مني، هغه کس چې پرې تور دی او د څېړنې په پړاو کې هم دی، د قضايي اجرااتو قانون ۱۴۵ مادې ته په کتو سره، هېڅ بل ځای کې په دنده ګومارېدلای نه‎شي.»

دا په داسې حال کې ده چې ولسمشرۍ ته نوماندانو تل نیوکه کړې چې د ارګ لخوا وروستۍ ګومارنې کمپایني اړخ لري.

په داسې حال کې چې تېر اوونۍ د سیمه‎ييزو ارګانونو لخوا هم اعلان وکړ چې ټولې ګومارنې د ولسمشرۍ ټاکنو تر پایه درول شوې دي.

و نه توانېدو په دې اړه د ولید تمیم او یا هم د ارګ نظر واخلوو.

ولید تمیم پنځه کاله وړاندې په ولسمشرۍ ټاکنو کې د ولسمشر غني له نږدې کسانو وو.

شریک یي کړئ