Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

په حکومت کې د کار زړده کړې له پروګرامه د ۳۵۰ ښځو فراغت

په حکومت کې د کار زړده کړې له پروګرام څخه ۳۵۰ ښځې چې د پروموټ پروګرام یوه برخه ده، له یوه کال زړده کړې او درې میاشتې په دولتي بنسټونو کې له کار وروسته، نن یې د فراغت سندونه ترلاسه کړل.

د پروموټ پروګرام د مسوولانو د شمېرو له مخې، په تېر کال کې ۱۲۰۰ تنه مېرمنې د حکومتوالۍ په برخه کې روزل شوې دي، چې د هغوی له ډلې یوازې ۳۳۵ تنه یې په دولتي بنسټونو کې د رسمي کارکوونکو په توګه ګمارل شوي دي.

په پروموټ پروګرام روزل شوې ملالۍ لطیفي وايي:«زه د درې میاشتو لپاره د ښار او کور جوړونې په وزارت کې د کار زده کوونکې وم. دغه وزارت د دې لپاره چې کار زده کړم د کار زده کړې زمینه یې را ته برابره کړه.»

اخوا په حکومت کې د ښځو د پروګرام رییسه سوزن ای ژلبرټ د پروموټ پروګرام له لارې په ښځو او پېغلو کې د وړیتا د زیاتوالي له خوښۍ سره وايي:« ډېرو کسانو د دغو مراسمو ترسره کول ممکن کړي، ۷۰ وزارتي همکاران، ۲۲۷ روزونکي او ۳۰۰۴ پېغلې مېرمنې په دې پروګرام کې شاملې دي او کابو ۱۲۰۰ ځانګړي کار زده کوونکې باید هېرې نه‎کړو.»

تراوسه ۱۲۰۰ کسه ښځې حکومتي ادارو د پروموټ پروګرام له لارې په تېرو درېیو کلونو کې روزلي، خو تراوسه یوازې ۳۳۵ نجونې او مېرمنې توانېدلې چې د رسمي کارکونکو په توګه حکومتي ادارو کې وګمارل شي.

د ملکي خدمتونو او اداري اصلاحاتو خپلواک کمېسیون کمېشنر میوند رهیاب په دې اړه وویل:«که‎چېرې یوازې د ښځو او سړیو لپاره د مساوي سیالۍ زمینه برابره شي، د ښځو یو نوی نسل دی چې کولای شي له ډېرې بریا سره له سړیو سره سیالي وکړي او هغه حق چې دوی یې وړتیا لري، ترلاسه کړي. دا زما له انده په ښځو کې یو ستر او مثبت بدلون دی.»

له بلخوا د حج او اوقافو وزیر وايي، له دیني پلوه د ښځو کار او حقونو ترلاسه کول کومه ستونزه نه‎لري او زیاتوي په دغه وزارت کې به ډېرو مېرمنو ته د کار زده کړو زمینه برابره شي.

د ارشاد، حج او اوقافو وزیر فیض محمد عثماني په دې اړه وايي:«دین له تاسو سره هېڅ ستونزه نه لري. د ښځو له حقونو، د ښځو له کار او په ټولنه کې د ښځو له ډاګیزه کېدو سره. تاسې کولای شئ چې دا موضوع د اسلام په تاریخ کې هم پیدا کړئ. له اسلامي مطالعاتو او همدارنګه له هغو کتابونو چې په دې برخه کې لیکل شوي دي.»

پروموټ پروګرام چې د امریکا د نړیوالې پراختیا ادارې لخوا یې مالي ملاتړ کېږي موخه یې د هغو مېرمنو د ظرفیتونو لوړول دي چې عمرونه یې له ۱۸ تر ۳۰ کلونو دي ترڅو دا مېرمنې د ځوان نسل د رهبرۍ په برخه کې کار وکړي.

شریک یي کړئ