Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

له زده کړو محرومو ځینو زده‌کړیالانو نجونو شخصي کار او کسب ته مخه کړې

په وروستیو ورځو کې ځینو زده‌کړیالانو نجونو او زده‌کوونکو شخصي کسب او کار ته مخه کړې ده.

دوی وایي چې د ښوونځیو او پوهنتونونو له تړل کېدو وروسته یې د کورنیو د لګښتونو پوره کولو لپاره شخصي کسب او کار پیل کړی دی.

۲۴ کلنه کبرا د کابل په یوه پوهنتون کې د حقوقو او سیاسي علومو محصله ده. دې چې د جامو پلورلو هټۍ پرانیستې ده، وایي چې پر محصلو نجونو تر بندیز وروسته یې د خپلې کورنۍ د لګښتونو د پوره کولو لپاره هټۍ پرانیستې ده.
 
نوموړې وايي:«موږ دلته کار کوو خو دا زموږ د درس او تحصیل بدیل نه شي کېدای، یعنې زموږ د تحصیل بدیل نه دی موږ د دې لپاره چې زموږ راتلوونکی تضمین شي زموږ د هېواد راتلوونکی تضمین شي او پرمختګ وکړي او په راتلوونکي کې متخصص شوو باید درس ووایوو او زده کړې وکړو.»

هغه ښځې چې دغه ځای ته د پېرلو لپاره راځي، هم خوښې ښکاري. د دغو ښځو په وینا، له نجونو نه د خپلو د اړتیا وړ توکو پېرل ورته اسانه دي.
  
د کابل اوسېدونکی عاطفه وايي:«وینو چې د امارت په پېر کې هم زموږ خویندې کار کوي خوشحاله یوو، موږ کولای شو ښځینه توکي په اسانۍ او راحتۍ وپېرو.»
     
د کابل بله اوسېدونکې مدینه هم څرګندوي:«کله چې وینوو د ښوونځیو او پوهنتونونو دروازې د نجونو پر مخ تړلې دي او دلته چې راځو او ګورو نجونې په هټیو کې توکي پلوري او موږ د خپل د اړتیا وړ توکي په اسانۍ سره پېرو خوشحاله کېږو.»

بل خوا، ځينې محصلې نجونې ژر تر ژره د نجونو پر مخ د پوهنتونونو او ښوونځيو د پرانیستل کېدو غوښتنه کوي.
          
محصله رقیه وايي:«شخصي تجارت ښه دی کولای شم چې د ځان او خپلې کورنۍ لپاره ښه مالي ملاتړې واوسم؛ خو دا نه شي کېدای چې د دې بدیل وي چې زه له شخصیتي پلوه ځان ته وده ورکړم. کله چې دلته کار کوم نه شم کولای له شخصیتي او فکري پلوه وده وکړم. له همدې امله اړتیا لرم چې پوهنتون ته ولاړه شم.»
        
بله محصله صدیقه هم زیاتوي:«ځکه ځوانان د هېواد برخلیک ټاکوونکي دي. اړ کېږي چې کډوالي وکړي یا په کور کېني او هم له هېواده بهر په خپل تجارت کار وکړي او هېواد پرېږدي.»

دا په داسې حال کې ده، چې د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت سرپرست د پاکستان د سټراټېژیکو مطالعاتو په انېسټېټیوټ کې د وینا پر مهال ویلي دي، چې د ښځو زده کړه حرامه نه ده او دغه بندیز دایمي نه دی.

د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیر خان متقي څرګندوي:«موږ هېڅکله هم نه دي ویلي چې د ښځو تعلیم حرام دی. موږ دا خبره نه ده کړې، موږ هېڅکله هم دا خبره نه ده کړې چې د ښځو تعلیم ابداً ممنوع دی، بلکې کومه خبره چې شوې په هغې کې دا ویل شوي چې تر امر ثاني پورې به دا شی معطله وي.»

د نجونو پر مخ د پوهنتونونو له تړل کېدو شاوخوا ۱۴۰ ورځې تېرې شوې، خو تر اوسه د پوهنتونونو د پرانیستل کېدو څرک نه لګېږي.
 
شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه