د فراه د یوې خصوصي راډیو مسؤول ابراهیم پرهار،چې د پولیسو له خوا د کلاشینکوف په میل سره سخت وهل ټکول شوی،وايي کله چې تېره شپه د ۹ بجو د خبرونو د ویلو لپاره د خپل دفتر په لور روان وه،د لارې په اوږدو او دننه په ښار کې د پولیسو له خوا د کلاشینکوف د میل په واسطه سخت وهل ټکول شوی دی.
ښاغلی پرهار زیاتوي چې له وهل ټکول کېدو څخه وروسته او د بې هوښۍ په حالت کې د فراه ښار دویمې حوزې ته لېږدول شوی او د څو ساعتو لپاره د حوزې په نظارت خونه کې بندي وه.
په همدې حال کې د فراه امنیه قومندان توریالی عبدیاني د راډیو د دغه مسؤول له وهل ټکول کېدو څخه بې خبري ښيي او وايي،کهچېرې پولیسو دارنګه ناقانونه کړنه کړي وي،له هغوی سره به قانوني چلند وشي.