Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

کابلوف: طالبان هم سولې ته او هم جګړې ته چمتو دي

د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړی استازی ضمیر کابلوف وايي چې طالبانو لاهم چمتو دي چې د سولې خبرې له سره پیل کړي او د دغې ډلې او امریکا ترمنځ هوکړه‎لیک وروستی شي.

دغه روسي سیاستوال له یوه هندي ټلوېزیون سره په مرکه کې ویلي که‎چېرې امریکایان جګړه غوره کړي، طالبان هم جګړې ته چمتو دي. 

کابلوف د خپلو خبرو په بله برخه کې همدارنګه ویلي چې طالبانو له روسیې غوښتي څو د سولې خبرو د بیا پیل لپاره مرسته وکړي.

د هغه په وینا، د افغان سولې لپاره د امریکا متحده ایالتونو ځانګړي استازي او همکارانو یې هم د دغو خبرو له سره پيلېدو ته لېوالتیا ښودلې ده.

د افغانستان او پاکستان لپاره د روسیې د ولسمشر ځانګړی استازی ضمیر کابلوف څرګندوي:«کله چې دواړه لوري غواړي له یو بل سره خبري وکړي او مرستې ته اړتیا لري، موږ چمتو یوو چې غوره بڼه مرسته وکړو.»

دا روسی ستیاتوال وایي چې که امریکا د جګړی لاره غوره کړي طالبان به هم وجنګیږي .

ښاغلي کابلوف زیاته کړه:«طالبان لاهم چمتو دي چې د سولې خبرې له سره پیل کړي او هوکړه لیک وروستی کړي. خو که امریکایان جګړه انتخاب کړي، هغوی هم د جګړې لپاره چمتو دي.»

خو د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال ادریس زمان وایي تر هغې چې دا ډله له افغان حکومت سره خبرې ونه کړي د سولې خبرې به کومې پایلې ته ونه رسېږي.

د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې خبرې اترې یوه میاشت مخکې له هغې وروسته کله چې د کابل په شش درک سیمه کې د یوه ځانمرګي برید په پایله کې د یوه امریکايي سرتېري په ګډون ۱۱ تنه ووژل شول، د امریکې د ولسمشر له خوا ودرول شوې.

د دغې مودې په لړ کې، د طالبانو یوه پلاوي څو هېوادونو ته له هغې ډلې چین او روسیې ته سفر وکړ او تېره اوونۍ اسلام اباد ته ولاړ او له پاکستاني چارواکو سره یې ولیدل.

رویټرز تېره ورځ رپوټ خپور کړ چې زلمی خلیلزاد هم اسلام اباد ته سفر کړی او د طالبانو له پلاوي سره یې لیدلي دي.

که‎څه هم د دغې لیدنې جزییات څرګند شوي نه دي، خو د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال نن وویل چې اسلام اباد ته د طالبانو او امریکايي استازو سفر د هغو امریکايي وګړو د ازاېدو په اړه وو چې د طالبانو په بند کې دي.

له دې ټولو سره سرچینې وایي چې ټاکل شوې ده، د امریکا او طالب د استازو تر منځ د خبرو د بیا پیلولو لپاره د لارې هوارولو په موخه بیجنګ کې یوه غونډه جوړه شي.

شریک یي کړئ