Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

کابل ته د جوزف وُټل سفر؛ امریکا پر طالبانو فشارونو ته دوام ورکوي

د امریکا د پوځ مرکزي قومندانۍ قومندان جنرال جوزف وټلو د سوېلي اسیا لپاره د واشنګټن د تګلارې د ارزونې لپاره، د پنجشنبې ورځ کابل ته راغلی.

ښاغلي وټل په خپل دغه سفر کې، له ولسمشر غني او نورو امنیتي چارواکو سره لیده کاته وکړل او له ترهګرۍ سره د مبارزې او په امنیتي برخو کې د اصلاحاتو په اړه خبرې اترې وکړې.

ولسمشرۍ ماڼۍ په یوې خبرپاڼه کې وايي چې په دغې لیدنه کې، د سوېلي اسیا لپاره د واشنګټن د تګلارې د پيلي کولو په څرنګوالي، له ترهګرۍ سره د مبارزې، په امنیتي او دفاعي برخو کې اصلاحات او د ټاکنو د امنیت په اړه خبرې اترې وشوې.

له دې سره په ورته وخت کې ملي دفاع وزارت وايي چې د امریکا د پوځ مرکزي قومندانۍ قومندان له امنیتي چارواکو سره په خپله لیدنه کې ویلي چې امریکا پر طالبانو خپلو فشارونو ته دوام ورکوي.

هغه زیاته کړه:«موږ د افغانستان په اړه د امریکې ټولو ژمنو ته ژمن یوو او پر طالبانو او د هغوی په ملاتړو به لازم او اړین فشارونه دوام پيدا کړي.»

جوزف وټل په داسې حال کې کابل ته راځي چې په افغانستان کې ترهګریزو بریدونو زور اخیستی دی.

دوه ورځې وړاندې ځانمرګو بریدګرو، په ورته وخت کې د کابل ښار د پولیسو پر دوو پوستو بریدونه وکړل او د ساعتونو لپاره له امنیتي ځواکونو سره په نښته بوخت وو.

د ترهګریزو بریدونو له زیاتوالي سره جوخت، د امریکا د مرکزي پوځ قومندانۍ قومندان له کابله لیدنه وکړه. له دې سره په ورته وخت کې ملي دفاع وزارت وايي چې د امریکا د پوځ مرکزي قومندانۍ قومندان له امنیتي چارواکو سره په خپله لیدنه کې ویلي چې امریکا پر طالبانو خپلو فشارونو ته دوام ورکوي.

شریک یي کړئ