د کندز ولایت امنیتي چارواکي په دې ولایت کې د ۳۶ طالب وسلهوالو له وژل کېدو خبر ورکوي.
دا چارواکي زیاتوي چې د امنیتي ځواکونو په هوایي او ځمکنیو عملیاتو کې شپږ دیرش طالب جنګیالي وژل شوي او څه باندې لس نور یې ټپيان دي.
د کندز امنیه قومندان، عبدالباقي نورستاني وایي چې امنیتي ځواکونو تېر ماښام په چهاردرې ولسوالۍ کې د طالبانو څو اډې په نښه کړې.
ښاغلی نورستاني زیاتوي چې په دې عملیاتو کې طالبانو ته ډیر تلفات اوښتي دي.
ښاغلي نورستاني د پوځي عملیاتو په اړه نور جزئیات نه دي ورکړي.
طالبانو د دې ادعا په اړه څه نه دي ویلي.