د کندهار ځايي چارواکي وايي چې د دغه ولایت په معروف ولسوالۍ کې د هوايي برید په پایله کې څلور تنه ولسي وګړي وژل شوي او ۸ تنه نور ټپيان دي.
د کندهار ولایت د رسنیو دفتر په یوې خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې تېره شپه د معروف ولسوالۍ په خوږیاڼيو او اسحاقزيو پر کلیو برید وکړ خو د دولتي ځواکونو له مقاومت سره مخ شول.
خبرپاڼه وړاندې کاږي چې ملي پولیسو د هوايي مرستې غوښتنه وکړه، دا چې طالبان د خلکو په کورونو کې پټ شوي وو په دغو بریدونو کې ولسي وګړو ته هم زیان واوښت.
په خبرپاڼه کې همدارنګه راغلي چې په دغه برید کې درې ښځې او یو ماشوم وژل شوي او اوه مېرمنې او یو بل ماشوم ټپيان شوي او همدارنګه د ۸ طالبانو چې درې تنه یې پاکستانیان دي وژل شوي دي.