Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

کورنیو چارو وزارت: طالبانو په غزني کې د پنځو تنو مړي سوځولي

د کورنیو چارو وزارت وايي چې طالبانو تېره ورځ د غزني ولایت د جغتو ولسوالۍ په «دره قیاق» کې درې تنه ولسي وګړي او دوه تنه د پولیسو سرتېري لوړی په مرمۍ ویشتي او وروسته د هغوی مړي سوځولي دي.

څه هم طالبان په دې اړه په مشخصه توګه څه نه دي ویلي، خو د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد په خپل ټوېټر پاڼه لیکلي چې تېره ورځ د غزني د مرکز په کج کلا سیمه کې د طالبانو په برید کې پنځه تنه دولتي سرتېري وژل شوي او ټپيان شوي دي.

طالبانو نن سهار هم په غزني ښار کې د ملي امنیت پر مرکز ځانمرګی برید کړی دی.

د شمېرو پربنسټ، په دغه برید کې پنځه تنه وژل شوي او څو تنه نور ټپيان شوي دي. 
 
شریک یي کړئ