Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

کي: غني او عبدالله د سیاسي شخړو د حل لپاره جدي هڅې نه دي کړي

په افغانستان کې د ناټ، مُلکي استازی نیکولاس کي وايي چې ولسمشر غني او عبدالله عبدالله د سیاسي شخړو د حل لپاره جدي هڅې نه دي کړي، نو ځکه دغه شخړې تراوسه حل شوې نه دي.

ښاغلی کي همدارنګه زیاتوي چې اوس د دې وخت دی چې د افغانستان سیاسي مشران سره متحد شي او د سولې بهیر او کورونا سره د مبارزې په پار کار وکړي.

دغه ډیپلوماټ چې ماموریت یې په افغانستان کې پای ته رسېدلی وايي، اشرف غني او عبدالله عبدالله تر اوسه د رامنځته شوي سیاسي جنجال د حلولو لپاره په کافي اندازه هڅې نه دي کړي خو زیاتوي چې، اوس د یوې سیاسي هوکړې د جوړولو پر څرنګوالي خبرې روانې دي.

په افغانستان کې د ناټو مُلکي استازی نیکولاس کي وايي:«دغه کړکېچ یوازې د مصالحې او د یوه ټول ګډونه حکومت په جوړېدو سره حل شي. دغه هغه څه دي چې، د هېواد اهمیت څرګندوي. او زه پر دې پوهیږم چې، دا د دواړو مشرانو غوښتنه ده او اوس د هوکړې د جزییاتو مسایل پاتې دي.»

خو ولسمشرۍ ماڼۍ وايي، د حکومت مشرتابه غړي د اوسنيو ننګونو د ژر تر ژره حلېدو غوښتونکي دي.

د ولسمشر ویاند صدیق صدیقي په دې اړه وویل:«ځينې پرمختګونه هم شوي دي، د هېواد د سولې بهیر او له کورونا ویروس سره مبارزه او د شته سیاسي ننګونو د حل لارې موندل، د ولسمشر او افغان حکومت د کاري لومړیتوبونو عمده برخه جوړوي. »

په داسې حال کې چې، د اشرف غني او عبدالله عبدالله تر منځ منځګړو څېرو ته نږدې کسان د دغو دواړو مشرانو تر منځ د روانې اوونۍ تر پایه د هوکړې له کېدو خبر ورکړی؛ خو صلاح الدین رباني د غويي پر اتمې د مجاهدینو د بریا په اړه په خپره شوې اعلامیې کې ویلي د هغه څه په اړه چې، دی یې د ولسمشرۍ په تېرو ټاکنو کې کودتا بولي؛ پښه به شاته نه کړي او خپلې موخې ته د رسېدو لپاره به چې د سیاسي نظام بدلون او د واک وېش دی، مبارزه وکړي.

په دغې اعلامیه کې راغلي دي:«د افغانستان شریفو خلکو! موږ ستاستو د رایو او ارادې د حاکمیت لپاره رېښتینی باور لرو او په هېڅ بیې به ستاسو د رایو پر ضد  هېڅ ډول کودتا ونه منو. او په دې لار کې په خپله مبارزه کې هېڅ ډول ماموریت او امتیاز غوښتنې په لټه کې نه وو او نه یوو، بلکې زموږ موخه، د نظان رامنځته کول دي چې خلک په نېغه او غیر مستقیمه توګه د پرېکړو په بهیر کې ګډون ولري. او دا موخه، د اوسني سیاسي نظام له بدلون او د واک پر افقي جوړښت له وېشولو پرته شونې نه دی، او موږ دغې موخې ته د رسېدو لپاره، خپلې مبارزې ته به د هغه تر حاصلېدو دوام ورکړو.»

خو د پلازمېنې اوسېدونکو د دغو شخړو د نه حلېدو له امله اندېښمن دي.

کابل مېشتی محمد نعیم په دې اړه وايي:«زموږ هر ځوان چې وژل کېږي د دوی څه ضایع کېږي؟ د دوی اولادونه په بهر کې زده کړې کوي، ښې ودانۍ او ماڼۍ ګاڼې لري، چور یې کړی، غلا یې کړې.»

د کابل بل اوسېدونکی سمیع الله هم څرګندوي:«خلک بې وزلي دي، وس او توانایي نه لري، او دوی لعنتیان (غني او عبدالله) هم سره نه جوړېږي. »

له دې سره سم، هېوادوال روان سیاسي جنجال د هېواد په ګټه نه بولي او وايي چې، افغان سیاستوال د هېوادوالو د غوښتونو او ملي ګټو پر وړاندې بې غوره دي.

شریک یي کړئ