Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د نی دفتر؛ مالوماتو ته د رسنیو نه لاسرسی ۳۲ سلنه لوړ شوی دی

اطلاعاتو ته د لاسرسي د نړۍوالې ورځې په درشل کې، نی یا د افغانستان د ازادو رسنیو د ملاتړ کمیټه وايي، د اسلامي امارت له بیا واکمنېدو وروسته اطلاعاتو ته د نه لاسرسي کچه ۳۲ سلنه لوړه شوې ده.

د دغه بنسټ په وینا، د رسنیو او د رسنیو د کارکوونکو لپاره د اساسي قانون د نشتوالي له امله اطلاعاتو ته د لاسرسي کچه راټيټه شوې او اسلامي امارت باید دې موضوع ته جدي پام وکړي.

د افغانستان د رسنیو د ملاتړ دفتر مسوول، محمد ظریف کریمي وویل: «مخکې په افغانستان کې اطلاعاتو ته لاسرسی ۵۵ سلنه محدود شوې و، خو هغه شمیرې او مالومات چې موږ راټول کړي، د جمهوریت په پرتله ۳۲ سلنه زیاتوالی ښیي.»

د افغانستان د ژورنالستانو ټولنې مسوول، مسرور لطفي طلوع نیوز ته وویل: «په اوسنیو شرایط کې زموږ موندنې ښیي چې اطلاعاتو ته د لاسرسي حق د قانون په نه شتون کې، د افغانستان په ځینو برخو کې اطلاعات په بېلابېلو ډولونو ورکول کیږي چې دا په خپله لویه ستونزه رامنځته کوي.»

یو شمېر خبریالان بیا وايي، اطلاعاتو ته د نه لاسرسي له امله له ګڼو ستونزو سره مخ دي.

خبریال، شاه اغا سادات وویل: «افغان خبریالان له تېرو دوو کلونو راهیسې له ګڼو ستونزو سره مخ دي، داسې ویاندویان هم شته چې د خبرو کولو لپاره نه حاضریږي او تر ټولو لویه ننګونه همدا ده.»

د اطلاعاتو او کلتور وزارت نشراتي مرستیال بیا ټینګار کوي چې اطلاعاتو ته د خبریالانو لاسرسی د هغوی حق دی او د رسنیو قانون د توشیح لپاره د اسلامي امارت رهبر ته لیږل شوی دی.

د اطلاعاتو او کلتور وزارت نشراتي مرستیال، مهاجر فراهي طلوع نیوز ته وویل: «موږ د حکومتي ادارو ټول ویاندویان په دې مکلف کړي چې په خپل کاري چوکاټ کې رسنیو ته پر وخت مالومات ورکړي.»

د رسنیو د ملاتړو بنسټونو له لوري د ورکړ شویو مالوماتو له مخې، له وروستیو تحولاتو وروسته او شته ستونزو ته په کتو، د افغانستان له نیمايي زیاتې رسنۍ غیرفعالې شوي او کابو ۷۰ سلنې  خبریالانو او د رسنیو کارکوونکو خپلې دندې له لاسه ورکړي دي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه