د هرات د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست مسوولان وایي، سږ کال یې د دې ولایت د پستو له ځنګلونو څلور زره ټنه پسته را ټوله کړې ده. د دې ځنګلونو زیاته برخه په کشک کهنه ولسوالۍ کې ده.
د هرات ځایي چارواکي وایي، سږ کال یې د پستو را ټولولو په موسم کې د زورواکو له نفوذه مخنیوی کړی او د کشک کهنه ولسوالۍ ټولو اوسېدونکو په مساویانه توګه پستې را ټولې کړې دي.
د هرات د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست پیر محمد حلیمي وايي: «بېوزله او ناچاره خلک چې په ټاکلي وخت لاړ شي او پسته راټوله کړي، کولای شي له لسو نه تر شلو منو پورې پسته راټولته کړي او په مناسبه بیه یې وپلوري.»
د دې ولایت د کشک کهنه ولسوالۍ اوسېدونکو، را ټوله کړې خامه پسته د ولسوالۍ بازار ته راوړي. د تېرو کلونو پرتله سږ کال د پستې بیه شپږ برابره زیاته شوې ده.
د کشک کهنه ولسوالۍ اوسېدونکی سید اسحاق وايي: «تېر کال یو من سل افغانۍ وه، سږ کال سپږ سوو ته رسېدلې ده او دلیل دا دی چې پسته رسېدلې او پخه شوې ده.»
د هرات کشک کهنه ولسوالۍ سیمهییز مسوولان وایي، سږ کال یې د باج اخیستو او د زورواکو له نفوذه مخنیوی کړی دی. د دوی په خبره، په تېرو کلونو کې به یو شمېر زورواکو په خپلسري ډول له ځنګلونو پسته را ټولوله او خلکو ته به یې د را ټولولو اجازه نه ورکوله.
د کشک کهنه ولسوال سنګین عابد وايي: «هر کس چې زورواکی و، یو ډله یې جوړه کړې وه، خو دا د ټولو افغانانو ملي پانګه ده.»
د هرات د پستو ځنګلونه وروستیو کلونو کې له اوولس زره هکټاره، دیارلس زره هکټاره ته را کم شوي. وچکالي او د پستو د ونو وهل یې اصلي لاملونه دي.
په دې اړه مو اندونه