Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

په هلمند ولایت کې د جګړې قربانیان د مرستې غوښتنه کوي

د هلمند یو شمېر اوسېدونکي چې د تېرو جګړو او بمباریو له امله یې خپل ټول شته له لاسه ورکړي، د مرستو غوښتنه کوي.

دوی وايي، د کورنو د جوړولو مالي توانايي نه‌لري.

د سنګین ولسوالۍ اوسېدونکې فاطمه وايي: «بمبارد وشو او زموږ ۱۲ کسان شهیدان شول او له ۱۲ کسانو یوازې زه پاتې شوم، یوازې یو کاکا مې و، هغه هم شهید شو، دا مې د کاکا ښځه ده چې زه ورسره ژوند کوم او زه یې د لېوره لور یم.»

د چاه انجیر د سیمې اوسېدونکی عبدالشکور وايي: «په بمبارد کې دا کورونه نړېدلي و، موږ دا دېوالونه بېرته جوړ کړل او تر دې ځایه مو ورسول چې کورونه جوړ کړو.»

د نادعلي ولسوالۍ اوسېدونکی عبدالرشید وايي: «دلته زموږ ټول کورونه نړېدلي دي.»

ورته مهال بیا د هلمند ولایت سیمه‌ییز مسوولان وايي، هڅي یې پیل کړې، څو د هلمند په جګړه ځپلو سیموکې د مرستندویه بنسټونو په مالي همکارۍ ویجاړ کورونه ورغوي.

د هلمند د اطلاعاتو او کلتور ریاست مرستیال مولوي محمد قاسم ریاض وايي: «په ځینو سیمو کې سروې پیل شوې او ان‌شاء الله له سروې وروسته د خیریه بنسټونو له لوري مرسته کېږي.»

نه یوازې هلمند، بلکې د تېرو جګړو پر مهال د هېواد په ګوټ-ګوټ کې ګڼو ملکي خلکو ته پر ځاني زیانونو سربېره ګڼ مالي زیانونه هم واوښتل.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه