د پکتيکا ولايت د ګيان ولسوالي زدهکوونکي د ښوونځيو ودانۍ او ښوونکو له کموالي شکايت کوي.
په دې ولسوالۍ کې بيا ځينې زدهکوونکي له لېسو څخه د لرې والي له امله له شپږم ټولګي پورته له زدهکړو بېبرخې پاتې کېږي.
په ګیان ولسوالۍ کې د مرکزي لېسې یو شمېر زدهکوونکي تر شنه اسمان لاندې زدهکړې کوي.
زدهکوونکی جاويد وايي: «کله چې په ګیان ولسوالۍ کې واوره او باران وشي، ښوونځي رخصت وي، ځکه په خلاصه فضا کې درس نه لوستل کېږي، او ماشومان خو بېخي نهشي کولای درس ولولي.»
زدهکوونکی اسحاق زیاتوي: «موږ ته دې ښووني او اداره جوړه کړي، د ښوونکو او کتابونو کموالی هم لرو.»
د دې غرنۍ ولسوالۍ اوسېدونکي وايي، د لرې پرتو سيمو ماشومان له شپږم ټولګي پورته زدهکړو ته لاس رسی ځکه نه لري، چې په دې ولسوالۍ کې کم شمېر منځني ښوونځي او يوازې دوه لېسې شته، چې د لرې پرتو سيمو زده کوونکي یې بايد څو ساعته مزل ورته وکړي.
قومي مشر صبدار وايي: «زموږ په کلي کې ډېر ماشومان دي، دوی باید درس ولولي، خو له بده مرغه له درس لرې پاتې دي.»
قومي مشر عزت وايي: «له زلزلې وروسته یونېسف زموږ مرستې ته راغی او زموږ یو شمېر زدهکوونکي زدهکړې کوي، ښوونځي دلته کله درې او کله شپږ میاشتې دوام وکړي.»
ښوونکی بخت الله بختور زیاتوي: «له حکومت زموږ دا غوښتنه ده چې د لومړنیو ښوونځیو تر څنګ منځني ښوونځي او لېسې هم جوړې کړي، څو زدهکوونکي له درسونو پاتې نهشي.»
بلخوا د پکتيکا ولايتي مسوولين بيا ډاډ ورکوي، چې دې ولسوالۍ کې به د زده کړو پر وړاندې شته ستونزو ته رسېدنه وشي.
د پکتيکا والي وياند ثنا الله معصوم وايي: «موږ له مرکز غوښتنه وکړه چې موږ ته په ولسوالۍ کې دوه بابه ښوونځي جوړ کړي، په مرکز کې مسوولانو پهدې اړه موږ ته ډاډ راکړ.»
په ګيان ولسوالۍ کې د اووه ښوونځيو له ډلې يې يوازې مرکزي لېسه نیمګړې ودانۍ لري چې د تېرو جګړو او زلزلې له امله سخته زيانمنه شوې او اوسمهال يې د يو بنسټ له لوري د رغونې چارې روانې دي، خو پاتې ټول ښوونځي هېڅ ودانۍ نهلري.
په دې اړه مو اندونه