Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د سون توکو د بیو له لوړوالي د فاریاب اوسېدونکو نیوکه

د فاریاب یو شمېر اوسېدونکي وایي، په‌دې ولایت کې د سون توکو بیې په بې‌ساري توګه لوړې شوې او دوی د خپلو کورونو د تودولو وس نه‌لري.

دوی له مسوولو ارګانونو غوښتنه کوي چې د سون توکو پر پېر او پلور څار زیات کړي.

زینت‌الله چې د میمنې ښار په څنډو کې په یوه نانوایۍ کې پر ډوډۍ پخولو بوخت دی، وایي، د سون توکو د بیې لوړوالي یې پر کاروبار منفي اغېز کړی دی.

ډوډۍ پخوونکی زینت‌الله وايي: «په لومړیو کې ښه ارازني وه، اوس سون توکي لکه لرګي، ګاز او د ډبرو سکاره ګران شوي دي.»

د فاریاب اوسېدونکی محب‌الله وايي: «سون توکي لکه لرګي او ګاز ګران شوي، یو کیلو ګاز ۸۰ افغانۍ دي او هېڅ غریبي نه‌شته.»

په همدې حال کې، د سون توکو یو شمېر پلورونکي هم وایي، سږ کال یې د نورو کلونو پرتله د پلور کچه کمه شوې ده.

د سون توکو پلورونکی محمد حسن وايي: «سودا نه‌شته، د خلکو توان نه رسېږي. دا ډول کورنۍ هم شته چې سون توکي نه‌شي اخیستلای.»

د سون توکو پلورونکی نعمت‌الله زیاتوي: «په‌دې ولایت کې هېڅوک د پېرلو توانايي نه‌لري، ان په بازارونو کې ماشومان خځلې راټولوي او سوځوي یې.»

بل خوا د میمنې ښاروالۍ مسوولین د سون توکو د بیو لوړوالی ردوي او وایي چې خلک د اقتصادي ستونزو له امله نشي کولی سون توکي وپېري.

د میمنې ښاروالۍ مالي او اداري مدیر سید احمد شاه غیاثي وايي: «ډېر توپیر یې نه‌دی کړی. پخوا هم همدا اویا، اتیا یا سل افغانۍ یو من لرګي وو، اوس هم په همغه بیه دي، یوازې د پېرلو توانايي ښکته راغلې ده.»

دا په داسې حال کې ده چې دا مهال په میمنه ښار کې یو من لرګي له سلو تر ۱۱۰ افغانیو او یو من ډبرو سکاره په ۱۲۰ افغانۍ پلورل کېږي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه