Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

بدخشان کې د خوراکي توکو په بدل کې د کار لړۍ

د بدخشان سیمه‌ییز چارواکي د خوراکي توکو په بدل کې د کار کولو پروګرام له پېلېدو خبر ورکوي.

د دوی په وینا، په دې شپږ میاشتني پروګرام کې د ویالو جوړول او د زرغونو سیمو پراختیا شامل دي چې نږدې ۸۰۰ اړمنو کسانو ته په‌کې د کار زمینه برابره شوې ده.

د فیض آباد ښاروالۍ مالي او اداري مدیر محمد اسماعیل سامي وايي:«د ښاورالۍ ریاست په لومړۍ میاشت کې د دغه کار ترسره کولو ته چمتو ده، چې د فیض اباد په سیمو کې زرغون کمربند پياوړی کړي، زموږ ښار ډېر نفوس لري او ورځ په ورځ زیاتېږي او اړتیا ده چې موږ شینې سیمې پیاوړې کړو.»

بل خوا، د بدخشان یو شمېر اوسېدونکي د دغو کاري زمینو له برابرېدو خوښ دي او له سرپرست حکومته د دایمي کارونو غوښتنه کوي.

د بدخشان اوسېدونکی ذکي وايي:«موږ له دغه کاره ډېر خوشحاله یوو. موږ ته د کار زمینه برابره شوې ده.»

د بدخشان بل اوسېدونکي عبدالخلیل هم وویل:«څلور بوجۍ اړوه، غنم او یا هر بل څيز چې راکوي، موږ له دې ډېر خوشحاله یوو.»

د بدخشان اوسېدونکی سیف الله څرګندوي:«له حکومته زموږ غوښتنه دا ده چې موږ ته کار وي. چې کار وکړو او خپله ډوډۍ پیدا کړو، د خیرات له لارې نه د کار له لارې خپله ډوډۍ پیدا کړو.»

د یادونې ده چې دغه کسان په میاشت کې ۱۲ ورځې کار کوي او په بدل کې یې د خوړو نړۍوال پروګرام له لوري د پنځو زرو افغانیو په ارزښت خوراکي توکي ترلاسه کوي.

د بدخشان یو شمېر اوسېدونکي د دغو کاري زمینو له برابرېدو خوښ دي او له سرپرست حکومته د دایمي کارونو غوښتنه کوي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه