Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

ملګري ملتونه: د ۸۵ سلنه افغانانو ورځنۍ ګټه له یو ډالره لږه ده

د ملګرو ملتونو پراختیایي پروګرام په یوه راپور کې ویلي چې د ۲۰۲۱ زېږدیز کال له اګسټ میاشتې راهیسې د افغانانو اقتصادي وضعیت ډېر خراب شوی او نږدې ۸۵ سلنه افغانان د ورځې په څه کم یو ډالر ګزاره کوي.

په دغه راپور کې راغلي چې، د افغانستان کورنی ناخالص تولید له ۲۰۲۰ کاله تر دې دمه ۲۹ سلنه کم شوی.

یو ان ډي پي دغه راز ویلي چې پر ښځو لګول شویو بندیزونو د افغانستان اقتصاد ته  له ۶۰۰ میلیونو تر یو میلیارد ډالرو زیان اړولی دی.

د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیاله، کاني ویګناراجا ویلي: «موږ نېغ په نېغه د ښځو تر مالکیت لاندې پر کار، دندې پیدا کولو، بنسټیزو ټولنیزو خدمتونو، د نوي کیدونکي انرژۍ او د طبیعي پېښو پر مدیریت تمرکز کوو څو سیمه ییز اقتصاد فعال وساتل شي، د خلکو هوساینه وده وکړي او هغوی له طبیعي پېښو په امان کې وي.»

له دې سره سم، د خوړو نړۍوال پروګرام ویلي چې، په افغانستان کې په هرو ۳ کسانو کې یو یې نه پوهیږي چې د بل وخت ډوډۍ به له کومه پیدا کوي او دغه بنسټ له ۱۵ میلیون افغانانو سره د مرستې په موخه ۶۷۰ میلیون ډالرو ته اړتیا لري.

د ملګرو ملتونو د سرمنشي ویاند، سټیفان دوجارېک په دې اړه ویلي: « د خوړو نړۍوال پروګرام خبرداری ورکوي چې دا مهال د هېواد ټول ولایتونه د خوراکي توکو د نه خوندیتوب له ناورین سره مخ دي. تر دې وړاندې، له ملیونونو افغانانو سره په پراخه پیمانه مرسته وشوه چې دوه سخت ژمي تیر کړي او څه باندې ۵ میلیون هېوادوال د قحطۍ له ګواښه وژغوري.»

بل خوا، د اقتصاد وزارت وايي، د هېواد د اقتصادي ودې په موخه هڅه کوي چې د کارموندنې، له کورنیو تولیداتو او سوداګرو د ملاتړ لپاره پانګونې را جلب کړي.

د اقتصاد وزارت ویاند، عبدالرحمن حبیب وویل: « هڅه کوي چې د تګلارې د همغږۍ او ملي پروګرامونو له لارې د کارموندنې زمینه برابره کړي او په تدریجي توګه ولږه له منځه ویسي، او په دغه برخه کې یې موخه د هېواد ناخالص کورني تولید ثبات او د کارموندنې سکټورونو څخه ملاتړ دی.»

څو ورځې وړاندې، د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر ویلي و، په ۲۰۲۴ کال کې په افغانستان کې ۲۳ اعشاریه ۷ میلیون وګړي بشري مرستو ته اړتیا لري.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه