د نړیوال بانک په مالي ملاتړ او د ملګرو ملتونو د پروژو د خدمتونو دفتر په همکارۍ، په کندهار کې د ۱۳۰ زره ډالرو په ارزښت د دوو پروژو چارې پیل شوې.
د کندهار ښارولۍ مسوولان وايي، د اسلامي امارت له راتګ سره په دې ولایت کې د نړیوال بانک د ۲۶ پروژو چارې چې لګښت یې ۸ میلیونه ډالرو ته رسیږي، درېدلي دي.
د کندهار ښاروال ملا نعمتالله حسن وايي: «موږ ډېر خوښ یوو، یو خو به ابادي ورسره راشي، بل به خلکو او ولس ته کار پیدا شي.»
د کندهار ښاروالۍ سکټوري او تخنیکي رییس احمد جاوید میوند زیاتوي: «د نړیوال بانک یا د ولسي تړون پروګرام ۲۶ پروژې د کندهار په مختلفو ناحیو کې نیمګړې پاتې شوې یانې اکثره پروژې له ۵۷ څخه تر ۹۰ فیصدو پورې او په ډېرې کمې فیصدي سره یې چارې نیمګړې پاتې شوې.»
ورته مهال د کندهار اوسېدونکي له سرپرست حکومته په دغه ولایت کې د نیمګړو پروژو د ژر پيل او ځوانانو ته د کاري فرصتونو د برابرولو غوښتنه کوي.
د کندهار اوسېدونکی جمعه ګل وايي: «موږ غواړو چې دغه ډول نور کارونه هم جریان ولري او زموږ نور ځوانان هم په کار اخته شي.»
د کندهار اوسېدونکی فضل محمد زیاتوي: «ځوانان په غلا او نشو اخته کېږي، باید دغه ډول کارونه وي چې ځوان په کار بوخت شي.»
د کندهار اوسېدونکی محمد وايي: «دغه کسان ټول په کار اخته دي، موږ ترې خوشاله یوو او غواړو نیمګړي کارونه هم تر سره شي.»
د کندهار ښاروالي وايي، دوی هڅه کوي په دغه ولایت کې د یو شمېر همکاره بنسټونو په مرسته ځوانانو ته کاري فرصتونه برابر کړي.
په دې اړه مو اندونه