Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

سوېل کې د ۶۰۰ مېلیون ډالرو په ارزښت د پروژو چارې روانې دي

سوېل لویدیځ زون کې د ټولګټو چارو وزارت له لوري د پلې کېدونکو رغنیزو پروژو مسوول په سوېل زون کې د ۶۰۰ مېلیون ډالرو په ارزښت د پروژو د چارو د دوام خبر ورکوي.

په دغو پروژو کې د کندهار-زابل، کندهار-هلمند او کندهار- ارزګان ترمنځ د ۱۱۰ کيلومتره سړک د جوړولو سربېره د ځینو لويو پلونو او پلچکونو رغونه هم شامل دي.

سوېل لوېدیځ زون کې د ټولګټو چارو وزارت د پروژو مسوول، انجنير شېر حسن خوشيوال و ویل : « هغه کار چې په سویلي زون کې شروع شوی، د څه باندې شپږ سوه میلیونه ډالرو په ارزښت دی.»

هېوادوال بیا د لويو لارو رغونه کې د منل شویو معیارونو په پام کې نیولو او د رغنیزو پروژو د چارو د چټکتیا غوښتنه کوي.

د کندهار اوسېدونکي، ګلالي، د طلوع نیوز خبریال ته و ویل: « باید ډېر ښه جوړ شي، ښه کلک جوړ شي، تر څو سبا موږ ته تکلیف نه وي.»

موټر چلوونکي، نثاراحمد، په دې تړاو زیاته کړه : «  د اسلامي امارت څخه مو غوښتنه دا ده تر څو دغه ژر جوړ شي او خلکو ته اسانتیاوې برابرې کړي.»

د کندهار اوسېدونکي، عبدالباقي زاهد، بیا و ویل: « د ښار په اطرافو کې سړکونه ډېر کنډ او کپر دي، د اسلامي امارت څخه غواړو تر څو دغه ځایونو ته هم پاملرنه وکړي.»

د کندهار سیمه ییز مسوولین هم وایي چې د لویو لارو د ښې ساتنې په موخه د دوه ټنه زیات بار پر لیږد بندیز لګیدلی دی.

د کندهار د ټولګټو چارو رياست د ترازوګانو امر، احمد احمدي و ویل: «  وزن چې زیات وي نو موږ یې مالونه کم کوو او باروړوونکو موټرو ته اجازه نه ورکوو تر څو ډېر وزن راوړي او موږ هم په ستونزو کې راګیر کړي.»

د ټولګټو چارو وزارت د معلوماتو پر بنسټ، د کندهار له ارغنداب ولسوالۍ څخه د ارزګان تر دهراوود پورې د جوړېدونکي سړک د چارو بشپړېدو سره به د سویلي ولایتونو د اوسېدونکو د ستونزو ډیره برخه هم هواره شي.

د کندهار سیمه ییز مسوولین هم وایي چې د لویو لارو د ښې ساتنې په موخه د دوه ټنه زیات بار پر لیږد بندیز لګېدلی دی.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه