د بلخ ولایت د وسپنې پټلۍ ریاست مسوولان په وروستي ۱۴۰۱ کال کې د دې ریاست د عوایدو له زیاتوالي خبر ورکوی.
د دوی په وینا، د دې ادارې عواید د تېر کال پرتله ۳۳ سلنه زیات شوي دي.
د بلخ وسپنې پټلۍ ادارې رییس محمد شفیق محمود وايي: «د ۱۴۰۰ کال پرتله په ۱۴۰۱ کال کې موږ ۳۳ سلنه اضافه عواید لرو.»
په همدې حال کې د بلخ د سوداګري او پانګونې خونې مسوولان، د وسپنې پټلۍ د نورو نقلیه وسایطو پرتله د صادراتو او وارداتو په برخه کې خورا مهمه بولي.
د بلخ د سوداګرۍ او پانګونې خونې اجرایه امر احمد شکیب اکبري وايي: «د سوداګرو د توکو په لېږد کې د وسپنې پټلۍ اغېزناکه تمامه شوې او د خوندیتوب له اړخه هم ښه ده.»
له دې سره سم، یو شمېر سوداګر باید د هېواد ولایتونو د وسپنې پټلۍ له لارې ونښلول شي او تر څنګ یې دا د افغانستان د ټرانزیټ لپاره ګټور تمامېږي.
سوداګر قنلدر رحیمي زیاتوي: «که د وسپنې پټلۍ دغه کرښې کابل له کندهار او هرات سره ونښلوي، هم د مسافرو په تګ-راتګ او د سوداګریزو توکو په لېږد کې غوره تمامېږي.»
سوداګر امید حیدري وايي: «د وسپنې پټلۍ د جوړولو په برخه کې چې هر ډول ګام پورته کېږي او ټرانزیټي لارې جوړېږي، موږ د هغه موخې ته چې وایوو افغانستان د اسیا زړه او د اسیا د ټرانزیټ مرکز دی، رسوي.»
د بلخ وسپنې پټلۍ ریاست د شمېرو له مخې، په وروستي یوه کال کې د ازبکستان او افغانستان تر منځ د اوسپنې پټلۍ له لارې دوه مېلیونه او شپږ سوه زره ټنه بېلابېل توکي هېواد ته را وارد شوي او ۷۷۰۰ ټنه کورني توکي بهرنیو هېوادونو ته صادر شوي دي.