په خوست کې د یو شمېر غږیزو او انځوریزو رسنیو مسوولان وایي، د نشراتي موادو له کمښت سره مخ دي.
د دوی په خبره، ستونزمنه ده چې په کمه موده کې د منځپانګې له پلوه ټولې خپرونې هغسې برابرې کړې، څه ډول چې د اسلامي امارت غوښتنه ده.
په خوست کې د ازمون راډیو رییس شریف الله سروري وايي: «رسنۍ له دې کبله له ستونزې سره مخ شوې، دوی چې په تقسیم اوقات کې خپرونې ډیزاین کړې وې، په هغې کې موسیقي هم وه چې هغه اوس مطلق بنده ده او اجازه نهشته چې دغه ډول خپرونې دې وشي.»
په خوست کې د غرغښت راډیو تلویزیون رییس رضوان میاخېل زیاتوي: «که د رسنیو لپاره یو مشخص قانون توشیح شي، د رسنیو کوم حدود، فعالیتونه یا د رسنیو کوم اصول چې دي، هغه پهکې وضع شي؛ نو بیا به رسنۍ وکولای شي چې په ښه ډول نشرات پر مخ یوسي.»
په ورته وخت کې له رسنیو د ملاتړ بنسټونه له مسوولانو غواړي چې اطلاعاتو د لاسرسي په برخه کې دې لا زیاته زمینه برابره کړي، څو رسنۍ د محتوا له مخې ښې خپرونې ولري.
د افغان خبریالانو د خوندیتوب کمېټه کې د خبریالانو قضیو د بررسۍ مسوول جمیل وقار زیاتوي: «زموږ غوښتنه دا ده چې زموږ خبریالانو ته د اطلاعاتو د لاسرسي موقع ورکړل شي او زمینه ورته برابره شي.»
ورته مهال د خوست د اطلاعاتو او کتلور رییس وایي، د رسنیو له مسوولانو سره یې د نشراتو د باکیفیته کیدو په موخه خپلې مشورې شریکې کړې دي.
د خوست د اطلاعاتو او کلتور ریاست رییس شبیر احمد عثماني زیاتوي: «دلته په خوست کې تبلیغاتي او کاري مواد ډېر زیات دي، له دې نه علاوه د دوی د خپرونو د لا ښهوالي لپاره مو دوی ته وخت په وخت مشورې هم ورکړي او له دې یې کار اخیستی دی.»
وروستیو نږدې دوو کلونو کې نه یوازې رسنۍ د خپرونو په برخه کې د منځپانګې له کمښت سره مخ دي؛ بلکې د اقتصادي ستونزو له امله ډېری رسنۍ تړل شوي او سلګونه خبریالان دندو پرېښودو ته اړ شوي دي.