Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

په شبرغان ښار کې د «خټکيو» لومړنی فېسټيوال ترسره شو

د جوزجان ولایت مرکز شبرغان ښار کې د «خټکيو» لومړنی فېسټیوال او مشاعره ترسره شو.

په دغې مشاعره کې ځينې شاعرانو او لیکوالانو له چارواکو وغوښتل چې د دا ډول پروګرامونو له جوړولو سره، د دغه ولایت کرنیز محصولات معرفي کړي.

لیکوال علي شېر انتظار وايي:«په جوزجان کې د شاعرانو او لیکوالانو د حضور لپاره د شاعرانو او لیکوالانو ټولنه فعاله ده، چې ان‌شاالله له بېلابېلو ادرسونو نه د ملاتړ زمینه هم موجوده ده.»

د پوهنتون استاد بهرام یعقوبي هم څرګندوي:«د خټکیو د فېسټیوال مشاعره په جوزجان کې ده، دغه مشاعره کولای شي چې ډېر شمېر فرهنګیان لکه، شاعران، لیکوالان، ځوانان، ښوونکي او همدارنګه زده‌کړیالان سره راټول کړي او له دې لارې د نظر ادلون بدلون ولري.»

د جوزجان ځينې اوسېدونکي وایي چې په دغه ولایت کې ۴۶ ډوله خټکي شته چې تر ټولو مشهور یې ارکاني، اسقلان، دانیاري، چتري، یازي، اله پوچاق، ګرګګ، زنبورچه او جاروپي دي.

د جوزجان د اطلاعاتو او کلتور ریاست چارواکي وایي چې د دغه پروګرام موخه، له سیمه‌ییز او دودویزو محصولاتو سره د خلکو اشنایي ده.

د جوزجان د اطلاعاتو او کلتور رییس سیف الدین معتصم څرګندوي:«په ډاډ، په ښه‌،الي او تسلۍ سره راځو او دلته غونډه کوو، غوږ نیسو، خپل شعر وایوو او خپل نظر نورو ته رسوو.»

د جوزجان د اطلاعاتو او کلتور ریاست د کلتورۍ او ګرځندوی امر احمد شاهرخ جوینده هم وویل:«د پروګرام د جوړولو موخه، د شاعرانو، لیکوالانو، فرهنګیانو او فرهنګ‌پالو راټول دي، چې له دې لارې موږ وکړای شو د لیکوالانو، شاعرانو او ادیبانو ستونزې واورو او ستونزې یې مرکز ته ورسوو.»

د جوزجان د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د مسوولانو په خبره، خټکي د دغه ولایت له مهمو کرنیزو محصولاتو شمېرل کېږي چې د روان کال په لړ کې د دغه ولایت په ۲۸۴۲ هکتاره اوبه‌ییزو او ۱۵ هکتاره للمي ځمکو کې کرل شوي او هر کال د جوزجان کروندګر د خټکیو څه باندې ۱۶۲۰ ټنه حاصلات ترلاسه کوي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه