Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د هرات - خواف وسپنې پټلۍ له لارې د سوداګریزو توکو د لېږد رالېږد بیا پېل

د هرات - خواف وسپټنې پټلۍ له لارې د سوداګریزو توکو لېږد رالېږد له سره پېل شوی او ټاکل شوې له دې وروسته، د ایران او افغانستان ترمنځ د توکو  واردات او صادرات په دوامداره توګه د دغې وسپنې پټلۍ له لارې ترسره شي.

د سرپرست حکومت چارواکي وایي چې د اوسپنې دغې پټلۍ افغانستان د سیمې او ګاونډیو هېوادونو سره نښلولی دی.

د هېواد د وسپنې پټلۍ ادارې رییس بخت الرحمن شرافت وايي:«ډېر ژر به له دغې لارې د ایران او افغانستان ترمنځ د تګ راتګ زمینه هم برابره شي. ډېر ژر به له دغې لارې افغانستان د ایران له لارې د سیمې له هېوادونو سره ونښلول شي.»

ایراني چارواکي هم وایي چې دغه هېواد د وسپنې پټلۍ په پراختیا کې له افغانستان سره مرسته کوي.

د افغانستان په چارو کې د ایران د ځانګړي استازي د اقتصادي برخې مسوول محمد مهدي شهریاري په دې هکله وویل:«د دغې وسپنې پټلۍ له جوړېدو د ایران د اسلامي جمهوریت یوه موخه، له مزار او د ازبیکستان او چین د وسپڼې پټلۍ سره نښلون دی. چې وکړای شي دغه ټرانزیټي واټ او مهم کوریدور چې له ګاونډیو هېوادونو سره د سوداګرۍ په پراختیا کې به مهم رول ولري، جوړ شي.»

د هرات - خواف وسپنې پټلۍ څلور برخې لري چې دوه برخې یې د ایران په خاوره او دوه نورې یې په افغانستان کې دي. د دې وسپنې پټلۍ درې برخې بشپړې شوې دي.

ورته مهال د اسلامي امارت چارواکي ډاډ ورکوي چې د دغې وسپنې پټلۍ څلورمه برخه چې له روزنک تم ځای څخه د هرات تر صنعتي ښارګوټي غځېږي، ډېر ژر پېل شي.

د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد وویل:«موږ جدي یوو اوس له هغو مېلمنو سره چې د ایران له جمهوریته راغلي خبرې وکړئ، وخت ډېر مهم دی، په چټکۍ اقدام وکړو او اسلامي امارت له کابله هم امر اخیستی چې ژر تر ژره خپل تګ راتګ پېل کړو.»

د هرات والي نوراحمد اسلام جار څرګندوي:«زموږ مرکزي او ځايي اداره به له ګاونډیو هېوادونو سره به نېکې، دوستانه او د ورورولۍ اړیکې به ولري.»

د هرات-خواف وسپنې پټلۍ څه باندې دوه کاله مخکې د تېر حکومت پر مهال پرانیستل شوه خو په هېواد کې له تحول وروسته، ځینې تجهیزات یې غلا شول، خو له میاشتو کار وروسته، دغه پټلۍ پرانیستو ته چمتو شوې ده.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه