Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د هرات - خواف د رېل پټلۍ له لارې د صادراتو بیا پېل

له پنځو کلونو وروسته د هرات - خواف د رېل پټلۍ له لارې د هېواد لومړنۍ سوداګریزه جوپه ترکیې ته صادره شوه.

د رېل پټلۍ ادارې چارواکو ویلي ټاکل شوې چې د هرات - خواف د رېل پټلۍ له لارې هره ورځ ایران او افغانستان ته یو صادراتي او یو وارداتي اورګاډی تګ راتګ وکړي.

په دغه اورګاډي کې څه باندې ۱۱۰۰ ټنه شوکاڼی د ترکیې بیلیجیک ښار ته صادر شوی دی.

د هرات وسپنې پټلۍ ادارې رییس محمد نسیم محمدي په دې هکله وویل:«د یوې میاشتې لپاره هره ورځ یو اورګاډی له افغانستانه ایران ته ځي او د هغه برعکس هم ترسره کېږي او له یوې میاشتې وروسته د سوداګرو د توکو د زیاتوالي له امله د ورځې به دوه اورګاډي ولاړ شي او به راتلوونکي کې مسافر هم به پام کې نیول شوي دي.»

د هرات - خواف رېل پټلۍ له لارې د صادراتو او وارداتو پیلېدل د هېواد اقتصاد په ګټه بلل کېږي. د خصوصي سکتور مسوولان وايي د دې لارې فعالېدو سره د افغانستان او ایران ترمنځ او دا ډول اروپا هېوادونو ته د صاداراتو او وارداتو بهیر لوړېږي.

د هرات سوداګرۍ او پانګونې خونې مرستیال احمد سعید صدیقي په دې هکله څرګنده کړه:«د روزنک د رېل پټلۍ جوړېدل کولای شي چې د ځمکني ټرانسپورټ او همدرانګه د مسافرو په لېږد کې ښه بدیل وي. دا به د افغانستان د سوداګرۍ او همدارنګه د صادراتو په برخه کې ستر سهولت رامنځته کړي.»

د ایران رېل پټلۍ ادارې استازی طاهر افشار څرګندوي:«دا سوداګریزه وسیله تر ډېره د افغانستان په ګټه ده؛ ځکه هغه اندازه صادرات چې د افغانستان له لوري ایران ته حرکت کوي یا د نورو اروپايي هېوادونو په لور حرکت کوي له هغې کچې به زیات وي چې د سړکونو له پولو دغه مقدار ترسره کېږي.»

په پام کې ده د هرات روزنک تم‌ځای تاسیسات پراخ شي. له دې اقدام سره به د افغانستان او ایران ترمنځ د مسافر وړونکو ارګاډو تګ راتګ به هم پېل شي.

د هرات روزنک تخلیې او بارونې شرکت مسوول نذیر احمد رحیمي وايي:«هغه ستونزې چې په ځينو برخو کې شته، کله چې هغه حل شي، په راتلونکي کې موږ کولای شو چې سترې جوپې هم واستوو.»

د هرات - خواف رېل پټلۍ لار شاوخوا څلور کاله مخکې پرانیستل شوې وه؛ خو په هېواد کې د تېرو درېیو کلونو تحولاتو وروسته د روزنک تم‌ځای ځینې امکانات د خلکو له لوري غلا شوي.

په تېرو څو میاشتو کې د رېل پټلۍ ادارې له خوا د دغې لارې ټولې برخې بیاورغول شوې او په پام کې ده چې له دې وروسته په منظم ډول د سوداګریزو توکو لېږدونکي صادراتي او وارداتي اورګاډي له دې لارې تګ راتګ وکړي.

د خصوصي سکتور مسوولان وايي د دې لارې فعالېدو سره د افغانستان او ایران ترمنځ او دا ډول اروپا هېوادونو ته د صاداراتو او وارداتو بهیر لوړېږي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه