Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

په دایکندي کې د اوبو کمښت؛ د بادامو د تولید کچه راټیټه شوې

دایکندي کې ځينې بڼوالان وایي چې سږ کال د وچکالۍ له امله، د بادامو په حاصلاتو کې د پام وړ کموالی راغلی دی.

دوی وایي، چې سږ کال د وچکالۍ او د باغونو د خړوبولو لپاره د کافي اوبو نشتون له امله یې، د بادامو په حاصلاتو کې کموالی راغلی دی.

دایکندي کې بڼوال عوض علي وايي:«که‌چېرې د بادامو یوه ونه بار ونه‌نیسي خلک نه‌نشي کولای چې د خپلو کورنیو لګښتونه پوره کړي په تېرو درې څلورو کلون کې حاصلات ښه وو.»

دایکندي کې بل بڼوال ضامن علي وویل:«بادام له‌منځه تللي دي او حاصلات یې نه‌درلودل، همدا اوس زه خپلې ونې چې پخوا یې حاصل درلود وهم، ځکه د اوبو د نشتوالي له امله وچې شوې دي او حاصل نه‌لري.»

دایکندي کې بڼوال جلیل هم څرګندوي:«تېر کال بیه ښه وه او ډالر هم پورته وو؛ ځکه زموږ پېر او پلور په ډالرو دی تېر کال ۸۰۰ تر ۹۰۰ وو، خو سږکال ۵۸۰ او ۶۰۰ افغانۍ بهتریه بادام دي.»

بادام د دایکندي ولایت له مهمو کرنیزو محصولاتو شمېرل کېږي او د دغه ولایت د شاوخوا ۷۰ سلنه خلکو عواید له همدې لارې تامینېږي.

د دایکندي د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس په داسې حال کې، چې د تېر کال پرتله د بادامو په حاصلاتو کې د نهه مټریک ټنه د کموالي پخلی کوي؛ خو زیاتوي چې راتلونکی کال به د بڼوالو پوره ملاتړ وکړي.

د دایکندي د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس شیر احمد رفیع وايي:«د تېر کال پرتله کابو ۹ زره ټنه کموالی یې درلود، تېر کال کابو ۲۹ زره او ۳۶ ټنه وو؛ خو سږکال ۲۰ زره او ۷۶۹ ټنه بادامو حاصلات راټول کړای شوي دي.»

بادام، چهارمغز، مڼې، زردالو او توت د دایکندي مهم کرنیز محصولات شمېرل کېږي، چې ډېری اوسېدونکي یې له همدې لارې د خپلو کورنیو ورځني لګښتونه پوره کوي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه