Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د هنجې د تولید د کچې زیاتوالی او د بزګرو لپاره نوې هیلې

د صنعت او سوداګرۍ وزارت وايي چې د روان لمریز کال په تېرو شپږو میاشتو کې یې د ۷۰ مېلیون ډالرو په ارزښت هنجه صادره کړې ده.

د دغه وزارت ویاند اخندزاده عبدالسلام جواد طلوع‌نیوز ته وايي چې هند، ازبیکستان، متحده عربي امارات او امریکا هغه هېوادونه دي چې د افغانستان هنجه پېري.

د صنعت او سودارګرۍ وزارت ویاند زیاتوي:«افغانستان د ۱۴۰۲ لمریز کال په لومړی شپږو میاشتو کې، د ۷۰ مېلیون ډالرو په ارزښت هنجه او د هغه تخم یې د هندوستان، ازبیکستان، متحده عربي اماراتو او امریکا ته صادر کړي دي.»

د سوداګرۍ او پانګونې خونې د مدیره پلاوي غړی خان جان الکوزی هم وايي:«د سوداګرۍ او پانګونې خونې د هنجې او ټولو برخو سوداګرو ستونزې حل کړې دي او له هندوستان سره هم خبرې شوې دي. هنجه د واګه بندر او پاکستان له لارې او همدارنګه له هوايي لارې په منظمه توګه صادرېږي.»

ځينې سوداګر وایي چې په وروستیو کلونو کې د هېواد په بېلابېلو سیمو کې د هنجې یا هېنګ کرکېله او سوداګري زیاته شوې ده.

دغه سوداګر دغه بوټۍ د کوکنارو د کرکېلې ښه بدیل ګڼي او د اسلامي امارت له مسوولانو غواړي چې د دغه هنجې د دودولو په برخه کې لا ډېرې هڅې وکړي.

سوداګر خیرالدین په دې هکله وویل:«د هنجې د تاجیکي تخم یو کیلو نیالګي تر ۱۵ افغانیو پېرل او پلورل کېږي او په درې کلونو کې حاصل ته رسېږي. د هنګ یو کیلو شیره چې فعلاً ارزانه شوې ته تر ۱۰ زره افغانیو پلورل کېږي.»

بل سوداګر ذبیح الله پارسا هم څرګندوي:«هنجه د بزګرو، سوداګر او حکومت لپاره یوه ښه عایداتي سرچینه ده. له حکومته زموږ غوښتنه دا ده چې هنجې د کرکېلې د پراختیا او ودې لپاره له خصوصي شرکتونو سره همکاري وکړي چې د هنجې کښت ډېره پراختیا ومومي.»

بل پلو، د کرنې او مالدارۍ وزارت وایي، چې د دغه وزارت د هڅو په پایله کې په ټول هېواد کې د هنجې کرکېله د تېرو کلونو پرتله زیاته شوې ده.

د کرنې، اوبولګونې او مالدارۍ وزارت ویاند مصباح الدین مستعین وايي:«د کرنې وزارت هڅې دا دي هغه بزګر چې د هنجې د کښت په برخه کې د پانګونې وس نه‌لري له هغوی سره د نیالګیو د پيدا کولو په برخه کې همکاري کوي.»

هنجه له هغو بوټو ګڼل کېږي، چې تر ډېره د درمل جوړولو په صنعت او خوړو کې کارول کېږي.

د اطلاعاتو او کلتور وزارت د معلوماتو له مخې، اوس‌مهال د هېواد په بېلابېلو برخو په تېره بیا د هېواد په شمال کې د ازبیکۍ هنجې په ګډون د سپېنې تاجیکۍ او سرې هنجې کرکېله پراخه شوې ده.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه