د هرات په زنده جان ولسوالۍ کې د زلزله ځپلو لپاره د استخباراتو ریاست له لوري جوړ شوی کلی ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.
دغه کلی چې د زلزلې پر وړاندې مقاومت لري د ۲۴ میلیونه افغانیو په لګښت په معیاري ډول شوی دی.
د استخباراتو عمومي ریاست مرستیال، رحمت الله نجیب وویل: « په دغه ځای کې ۳۱ درې خونو والا کورونه جوړ شوي او د اوبو سیسټم یې هم داسې دی چې یو د اوبو پیپ یې کور ته راغلی او په دغه ځای کې یو ښوونځی او جومات هم جوړ شوی دی.»
د دغه کلي په جوړېدو سره، یو شمېر زلزله ځپلي چې تر دې وړاندې یې تر خېمو لاندې ژوند کاوه، د دایمي سرپناه خاوندان شوه.
په هر یو کور پنځه سوه زره افغانۍ لګښت شوی چې، دوه د اوسېدو خونې، دهلیز، پخلنځی او حمام لري.
د کورونو تر څنګ، په دې کلي کې یو جومات او یوه مدرسه هم جوړ شوې ده.
د هرات زنده جان ولسوالۍ اوسېدونکي، عبدالرحیم وویل: « اوس ښه او قوي کورونه جوړ شوي دي، ۴۰ سانتي پایې لري چې د زلزلې پر وړاندې مقاومت لري، سبا راځو او دلته بخارۍ ږدو.»
د هرات زنده جان ولسوالۍ یو بل اوسېدونکي، محمد اسماعیل هم وویل: « ډېر خوښ یم چې نن پرانیستل شوه، او سر له سبا راځو او دلته ژوند پیل کوو.»
د هرات په زنده جان ولسوالۍ کې د قلعه نوک کلی د وروستۍ زلزلې له امله، په بشپړ ډول ویجاړ شوی و.
په دغه کلي کې د زلزلې له امله ۶۵ کسانو ژوند بایللی و او تر ۴۰ زیات ټپیان وو.
دا نوي کورونه د دغه کلي ۱۴۰ اوسېدونکو لپاره جوړ شوي دي.
د هرات سرپرست مرستیال والي، حیات الله مهاجر فراهي په دې اړه وویل: « په نورو کلیو کې چې کار شروع دی، موږ دلته ټولو اوسېدونکو ته ډاډ ورکوو چې انشاءالله دوی لپاره کورونه جوړیږي.»
دا هرات ولایت کې لومړنی زلزله ځپلی کلی دی، چې د کورونو جوړولو لړۍ په کې پای ته رسېږي.
د دغه ولایت په نورو زلزله ځپلو کلیو کې لا هم د کورونو جوړولو چارې دوام لري او کابو د هرات ټول زلزله ځپلي تر دې دمه تر خېمو لاندې ژوند کوي، چې د هوا په سړېدو سره یې ژوند هم سخت شوی دی.
په دې اړه مو اندونه