Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

هوسا ولس او مسوول نظام؛ د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت نوی پروګرام

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت په حکومت کې د خلکو د غوښتنو او لیدلورو د شریکولو لپاره یو پروګرام پیل کړی دی.

د یاد وزارت سرپرست خیرالله خیرخواه په هرات ښار کې په یوه غونډه کې ویلي چې، هر افغان وګړی حق لري له کوم محدودیت پرته خپلې ستونزې او غوښتنې له حکومتي چارواکو سره شریکې کړي.

د نوموړي په وینا د حکومت له خوا د هېڅ چا حقوق نه تر پښو لاندې کیږي.

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست زیاته کړه: « امارت ولسي دی، سل په سلو کې حکومتي نه دی، په دې معنا چې هر څوک کولای شي لاړ شي او خپله ستونزه وړاندې کړي او د خپل ځان لپاره بیا ځلي د خدمت زمینه برابره کړي.»

د هغه په خبره، ټول حکومتي بنسټونه مکلف دي، چې د خلکو ستونزو ته ژر تر ژره رسېدنه وکړي.

د هرات والي، نور احمد اسلام جار په دې اړه وویل: « زموږ ادارې نه باید د کار د خرابۍ ځای وي چې خلکو ته ووایو چې نن لاړ شه او سبا راشه، بلکې زموږ ادارې باید د کار ترسره کولو او رسېدنې ځای اوسي.»

ټولنیز فعال، خلیل آذر هم وویل: « زه غواړم ووایم چې مدرسه په هیڅ ډول د ښوونځي ځایناستې نشي کېدای، مدرسه هم اړتیا ده او ښوونځی هم او په ښوونځي کې باید په علمي او اصولي ډول زده کړې اوسي.»

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت په ټول هېواد کې د "هوسا ولس او مسوول نظام" تر نامه لاندې پروګرام پیل کړی دی.

په دغه پروګرام کې خلک، په ځانګړي ډول کارپوهان، پانګوال او ټولنیز فعالان خپلې غوښتنې او نظرونه په مستقیم ډول له حکومتي مسوولینو سره شریکوي.

د اسلامي امارت د دغه چارواکي په خبره، ټول حکومتي بنسټونه مکلف دي، چې د خلکو ستونزو ته ژر تر ژره رسېدنه وکړي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه