Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

راتلونکو ۲ اونیو کې د هرات-خواف وسپنې پټلۍ له لارې صادرات او واردات پیلیږي

د هرات د وسپنې پټلۍ ادارې مسوولینو یوې خبري ناستې ته ویلي، چې تر راتلونکو دوو اونیو به د هرات - خواف وسپنې پټلې له لارې د صادارتو او وارداتو بهیر پیل شي.

د دوی په خبره، د راتلونکي لمریز کال په لړ کې به د ایران او افغانستان تر منځ د وسپنې پټلۍ له لارې نږدې پنځه سوه زره ټنه سوداګریز توکي ولېږدول شي.

مسوولین وایي، چې راتلونکی پسرلی به د ایران افغانستان تر منځ د اوسپنې پټلۍ له لارې د مسافرو تګ راتګ هم پیل شي.

د هرات وسپنې پټلۍ ادارې رییس محمد نسیم محمدي و ویل: « د کب له لومړۍ نېټه وروسته له همدې کرښې هم واردات کیږي او هم صادرات، او د همدې میاشتې په پای کې به له دې کرښې د مساپرو لېږد رالېږد هم پیل شي چې د ورځې به له ایران څخه په یو کتار کې ۳۲۳ کسان رالېږدوي.»

د هرات- خواب وسپنې پټلۍ د کنټرول امرغیاث الدین فرقاني و ویل: «موږ خپل مسوولیت ادا کړی او مسوولیتونه مو ادا کړي دي.»

یو شمېر دولتي بنسټونه چې د سوداګریزو توکو د لېږد را لېږد په برخه کې رول لري، وایي چې د هرات- خواف وسپنې پټلۍ په روزنګ تمځای کې ټولې اړینې آسانتیاوې برابرې شوې دي.

د هرات ګمرک رییس عبدالحمید احمد په دې اړه و ویل: «موږ دلته کافي تاسیسات چمتو کړي دي او تشکیل مو هم ورته چمتو کړی دی او معیاري سیسټمونه مو هم چمتو کړي دي.»

د هرات د نفتو ادارې رییس حفیظ الله عاصم په دې اړه داسې وایي: «موږ د روزنک تمځای کې د بارونو د بارولو او خالي کولو برخه کې پوره چمتووالی لرو.»

مسوولین وایي، تمه ده سوداګریز توکي د هرات غوریان ولسوالۍ اړوند روزنک وسپنې پټلۍ تمځای کې خالي او بار شي.

د دوی په خبره، په دغه تمځای کې به سلګونه کسان د سوداګریزو توکو د بارولو په برخه کې په کار وګومارل شي.

د هرات په روزنک تمځای کې د یوه شرکت مسوول نصیب الرحمان نیازي و ویل: « موږ د سوداګرو لپاره د بارولو او خالي کولو ټولې اسانتیاوې برابرې کړي دي او موږ د تمځای شاوخوا کلیو څخه ۵۰۰ کارکوونکي هم په دندو ګمارلي دي.»

د هرات - خواف وسپنې پټلۍ دری برخې د ایران حکومت له لوري پخوا بشپړې شوې دي.

څلورمه برخه یې چې ۸۷ کیلومټره اوږدوالی لري او د هرات تر صنعتي ښارګوټي رسېږي، تمه ده د افغانستان له لوري جوړه شي.

د مسوولینو په خبره، د راتلونکي لمریز کال په لړ کې به د ایران او افغانستان تر منځ د وسپنې پټلۍ له لارې نږدې پنځه سوه زره ټنه سوداګریز توکي ولېږدول شي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه